تازه څېړنې وايي، كه څه هم په افغانستان كې كورنۍ د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو امن ځايونه بلل كېږي، خو ځینې داسې موارد تر سترګو شوي چې ښځې او نجونې ان له خپلو كورنيو سره هم خوندي نه دي او ځورول کېږي.
تازه څېړنې وايي، كه څه هم په افغانستان كې كورنۍ د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو امن ځايونه بلل كېږي، خو ځینې داسې موارد تر سترګو شوي چې ښځې او نجونې ان له خپلو كورنيو سره هم خوندي نه دي او ځورول کېږي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو د خونديتوب د تحقيقاتي بنسټ مشره زرقا يفتلي پر همدې باور ده. نوموړی وايي، څېړنې ښیي چې په افغانستان كې د جنسي تاوتریخوالي ډېری قربانيانې هغه ښځې او نجونې دي چې د کورنۍ غړو، نږدې خپلوانو، ګاونډیانو او په کم شمېر پردیو نارینه وو، ځورولې دي:(( زياتره نجونې يا د ماما زوى، يا د كاكا زوى يا حتى ورور او پلار ځورولې دي.))
د يفتلي په خبره، دوى په ننګرهار، كاپيسا، بلخ، كابل او كندهار ولایتونو كې د جنسي تېري او ځورونې له ۱۵ قربانيانو، درې مدافع وكيلانو او ګڼو حقوقي كارپوهانو سره د مركو پر بنسټ په يو ځانګړي راپور كار وكړ او نتيجه يې په څلورو كټګوريو كې وارزوله، خو وليدل شول چې له ښځو سره په اكثره مواردو كې نا انصافي شوې ده:(( موږ د ښځو د ځورونې عوامل وڅېړل، بيا مو تر دغه ډول پېښو وروسته د قضايي مراجعو د چلند په اړه ډېر شاك وركوونكي معلومات ترلاسه كړل، موږ ته وويل شول چې قضايي ادارو په دې برخه كې سم برخورد نه دى كړى، يوازې دا چې قربانيان له پوليسو زيات خوشاله وو، ځكه دوى ويل پوليسو ورسره خورا مرسته كړې ده.)) د دغه راپور د مالي تمويلوونكې ادارې جامعه باز بنسټ مشر شهرزاد اكبر وايي، د جنسي ځور او تېري ښكار اكثره مېرمنې دا مهال سختې رواني – ټولنيزې ستونزې ګالي او دومره يوازې شوي چې حتى په قضاياوو كې هم ورته حقونو ته د لاسرسي شرايط نه دي برابر شوي:((څو پېښې داسې وې چې قربانيانو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره قضا ته مخه كړې، خو هلته ورته قاضي ويلي، ټوله ګناه په تا كې ده، تا بايد ځان وژلى واى.))
د پېښو زیاتوالی
د ښځو چارو وزارت لخوا كليد ته په تازه وركړل شويو ارقامو كې راغلي چې په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي كچه د يو كال په نسبت بل ته د زېاتېدو په حال كې ده.
د دغه وزارت سرپرسته مژګان مصطفوي وايي، په ۱۳۹۱ كال كې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴ زره ۴۰۵ پېښې ثبت شوې وې چې ۱۸۸ يې د جنسي تېريو وې، خو په خبره يې له هغې راوروسته د تاوتريخوالي د پېښو په كچه كې د كموالي پر ځاى زياتولى راغلى دى:(( په ۱۳۹۲ کې د تاوتريخوالي پېښې ۵ زره ۴۰۶ ته ورسېدې، خو د جنسي تېري پېښې يوازې ۱۷۴ ته راښكته شوې، سږ كال هم دا پېښې د كمېدو پر ځاى له ۴ زرو زياتې شوي او د جنسي تېري پېښې هم ۱۱۰ ته رسېدلي، خو بشپړ معلومات به يې د ۱۳۹۳ كال په اخره ورځ اعلان كړو.))
هغه وايي، په كورنيو كې د جنسي ځور تر څنګ د ښځو وهل ډبول، د هغوى د بدن د غړو غوڅول، ښځې تر پرله پسې تشدد وروسته د مرګ تر بريده رسول، هغه څه دي چې سږ كال به په دې اړه اندېښنې لا زياتې كړي.
د ښځو څنګ ته کېدل
په افغانستان كې د ښځو او ماشومانو د حقونو د خونديتوب بنسټ راپور وايي، د ښځو پر وړاندې په لومړي ګام كې لويې ستونزې همدا د جنسي ځورونې او تاوتريخوالي دي، خو له دې ور هاخوا په سياسي مشاركت، فرهنګي او نورو كاري ساحو كې يې هم تل حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
په دې اړه څه موده وړاندې د افغانستان د ډيموكراسۍ او بشري حقونو سازمان (اى، اچ، ار، ډي، او) هم له ۳۹۰۰ تنه نارينه و سره د مركو پر بنسټ په يوه سروې كې وويل چې ټولو نارينه و ورته ښځې لنډفكره، بدګومانه، ترخې او نه كنټرولوونكې تعريف كړي.
دا سروې چې ((ښځې د سړو له نظره)) تر عنوان لاندې په هرات، كابل، باميانو، بلخ او ننګرهار كې تر سره شوې ده، زياتره نارينه و يې په ځواب كې ويلي، دوى د ښځو لپاره د شوي تعريف له مخې هغوى تر خپل لاس لاندې بولي، د تصميم نيولو او واك څرګندولو حق نه وركوي او په وروستي پړاوو کې يې پر وړاندې له سپكاوي او بې پروايۍ هم نه راګرځي.
د افغانستان د بشري حقونو او ډيموکراسۍ سازمان اجرائيوي مشر خدايداد بشارت وايي، همدا وجه ده چې نارينه نه يوازې د ښځو پر ټولنيزو جوړښتي او کليدي بنسټونو واک لري، بلکې د هغوى پروګرامونه هم تنظيموي:(( په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې له پانګونې كلونه وروسته هم دا دى ښځې يو حاشيوي ځواك دى، په دې اړه نړيوالې مرستې لنډمهاله پروژې وې او حكومت هم د غبرګونونو له وېرې ښځې په حاشیه کې پرېښودې.))
د ولسي جرګې د ښځو چارو مشره نفيسه رضايي هم دا خبره تاييدوي او وايي چې له ښځو سره لا هم د دفترونو، وزارتونو او کورنيو په کچه تاوتريخوالى له منځه نه دى تللى، بلكې ستونزه د پراخېدو په حال كې ده. رضايي زياته کړه چې د ښځو د ستونزو لپاره بايد حکومت، ولسي جرګه، بشرپال مدني او حقوقي بنسټونه يو بل ته لاس ورکړي او بنسټيز عملي کارونه ترسره کړي:(( له ښځو سره متاسفانه د سياست په ډګر كې هم توپيري چلند كېږي، دوى ته د يو محكوم قشر په سترګه كتل كېږي او دا مسئله حتى په ولسي جرګه كې موږ مشاهده كړې ده.))
يوه بله مدني فعاله ارزو نورستانۍ بيا وايي، حكومتونو هر وار په واك كې د ښځو د شريكولو خبره كړې، خو عمل يې پرې نه دى كړى. د دې په خبره تر اوسه ښځو ته په سياسي ډګر كې وركړل شوي حقوق مازې سمبوليكه بڼه لري او حتى نوى حكومت هم په دې اړه تر اوسه خورا بې غوره دى:(( د ښځو لپاره د ۲۵ فيصده سياسي واك خبره شوې وه، مګر كومه دى؟ توپيري چلند اوس هم روان دى، بيا به هم روان وي او كه ښځې عكس العمل ونه ښيي؛ نو تر اخره به محكومې ساتل كېږي.))
د تاوتريخوالي خلاف چغې
تر اوسه د ښځو ګڼو مدافع بنسټونو د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د كورني او سياسي تاوتريخوالي خلاف چغه پورته كړې، خو داسې ښكاري چې له تېرو ۱۳ كلونو راهيسې دا چغې يوازې اورېدل كېږي او په اړه يې لازم اقدامات نه كېږي.
په دې لړ كې د نوي حكومت له رامنځته كېدو دا دى څه موده وروسته په يو نوي او تازه اقدام كې د كب په څلورمه د سترې محكمې مخې ته شاوخوا ۲۰۰ ښځينه فعالانو په يوه مظاهره كې وويل، د حكومت د نه پاملرنې له كبله د ښځو وضعيت خورا اندېښمن حالت ته روان دى. دوى وويل، د حكومت لخوا د تاوتريخوالي پر عاملينو د قانون نه تطبيق د ښځو ژوند لا تريخ او له ستونزو ډك كړى او كه سمدواره اقدامات ونه شي، دا به د ښځو د حقونو په اړه تېرې لاسته راوړنې هم په سيند لاهو كړي.
د دغې مظاهرې يوه تنظيموونكې فعالې زهرا ثاقب مظاهره کوونکو ته په وينا كې وويل، د بشري حقونو د كمسيون د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۳ كال په ۱۱ مياشتو كې د كم عمره نجونو د اجباري ودونو، وهلو ټكولو، د ښځو د وژنې او تر مرګه پر هغوى د تشدد، جنسي تېري او نورو ۴۲۵۰ پېښې ثبت شوي، خو څېړنه يې په يو ډول نه يو ډول د كورنيو او زورواكانو لخوا له خنډونو سره مخ ده:(( د دوى دوسيې په هر ځاى كې د څېړنې له خنډ سره مخ دي، لومړى خنډ يې پر وړاندې د كورنۍ لخوا راپورته كېږي او غواړي قضيه پټه وساتي، بيا په محاكمو كې زورور كسان دا كار كوي، خو كه ښځو ته سياسي باصلاحيته حقونه وركړل شوي واى، اوس به دا ډول ستونزې زياتې نه وې.))
د ښځو چارو يوې بلې فعالې او د ((ډي اچ اس اې)) بشري موسسې مشرې نجيبه ايوبي هم وويل، حكومت ته په كار دي چې د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي او په قضاياو كې د شته فساد په له منځه وړلو ښځو ته د خپلو حقونو د اخستنې لاره اواره كړي: (( دولت بايد د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي عاملينو ته د سزا په وركړه دا ثابته كړي چې د ښځو د حقونو لپاره كلكه سیاسي اراده لري.))
د سترې محكمې مخې ته راټولو شويو ښځو د خپل لاريون په پاى كې يوه اعلاميه هم خپره كړه چې له حكومت څخه په كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عاملينو د مجازات، په محاكمو كې په دې اړه د معافيت د سيسټم ختمولو او ښځو ته د سياسي حقونو د وركړې غوښتنه شوې وه. دوى له حكومته وغوښتل چې پر ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون هم ژر تر ژره پاس كړي او د ښځو د حقونو پر وړاندې په محاكمو كې موجود پراخ فساد له منځه يوسي.
تر دې وړاندې د سلواغې په ۲۸مه هم د ښځيو د حقونو د ساتنې يوه ډله فعالانو له حكومته غوښتي وو چې د ښځو د حقونو تامين ته خاصه پاملرنه وكړي. دوى ښځو ته د سياسي واك د وركړې غوښتنه هم كوله، خو تر دې يوه ورځ وروسته د سلواغې په ۲۹مه بيا د باميانو لسګونه تنه ښځو د يوه لاريون په ترڅ كې د ملي وحدت پر حكومت غږ وكړ چې كه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړو كې كوټلي ګامونه وانخلي، دوى به تر پایه چوپ پاتې نه شي. لاريون كوونكو مېرمنو چې د (( د ښځو جنسي ځورونه نوره بس كړئ)) شعارونه له ځانه سره لېږدول، ويل چې باميان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو خورا دردوونكې كيسې لري، خو حكومت تر اوسه هېڅ نه دي كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

