ads

د غزني د ولسوالیو ښوونکي مرکز کې خدمتي دي

په غزني ولایت کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د بې غورۍ له کبله تړلې دي او ښوونکي یې په مرکز غزني او امنو ولسوالیو کې خدمتي دي. په غزني ولایت کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د بې غورۍ له کبله تړلې دي او […]

نویسنده: TKG
12 کب 1393
د غزني د ولسوالیو ښوونکي مرکز کې خدمتي دي

په غزني ولایت کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د بې غورۍ له کبله تړلې دي او ښوونکي یې په مرکز غزني او امنو ولسوالیو کې خدمتي دي.

په غزني ولایت کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د بې غورۍ له کبله تړلې دي او ښوونکي یې په مرکز غزني او امنو ولسوالیو کې خدمتي دي.

دا ادعا د غزني ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع کړې ده. نوموړي د غزني له کلید راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست چارواکو په لوی لاس د ناامنه ولسوالیو او سیمو د ښوونځیو ښوونکي په مرکز او امنو ولسوالیو کې خدمتي ګمارلي دي.

جامع مني چې د غزني ولایت په ځینو سیمو کې د دودیزو ستونزو او ناامنیو له کبله یو شمېر ښوونځي تړلي دي، خو په خبره یې د دغو ښوونځیو ډېر شمېر د ښوونکو د نشتوالي له کبله تړلې پاتې دي، ځکه د دغو ښوونځیو ډېری ښوونکي په مرکز غزني او امنو ولسوالیو کې خدمتي دندې ترسره کوي: (( زه دا په کلکه ردوم چې ګواکې په یو شمېر ولسوالیو کې ښوونځي د ناامنیو له کبله او یا دا چې کورنی نه غواړي ماشومان یې ښوونځیو ته ولاړ شي، تړلې دي. بلکې زما معلومات دا دي چې د دغو ښوونځیو ښوونکي یا په مرکز غزني او یا هم امنو ولسوالیو کې خدمتي دندې ترسره کوي.))

د غزني د ولایتي شورا مرستیال په خبره، دا شمېر ښوونکي یا د ځینو زورواکو ملاتړ له ځانه سره چې د پوهنې ریاست چارواکي یې لرې ولسوالیو ته د استولو وس نه لري او یا هم د ځینو معاملو پر اساس پر دندو ګمارل شوي دي.

نوموړي د پوهنې ریاست چارواکي په فساد، له دندې په ناوړه ګټه اخستنې او غیر قانوني کړنو تورن کړل.

جامع وايي چې د دغې بې غورۍ له کبله د غزني په لږ تر لږ درېیو ولسوالیو کې تر اوسه له ۱۲ ټولګي څخه یو زده کوونکی هم نه دی فارغ شوی:(( د پوهنې ریاست د چارواکو د همدې معاملو او بې غوریو له کبله موږ تر اوسه له زنه خان، آب بند او ناوې ولسوالیو څخه د دولسم ټولګي یو فارغ هم نه لرو.))

خو د غزني د پوهنې رئیس محمد عابد عابد د غزني له کلید راډیو د ولایتي شورا د مرستیال جامع د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د غزني په کچه شاوخوا ۱۳ ښوونځي په ناوه ولسوالۍ کې چې د طالبانو په ولکه کې ده، تړلې او پاتې نور خلاص دي.

عابد دغه راز ومنله چې د غزني ولایت د یو شمېر ناامنه ولسوالیو ۱۸۰ تنه ښوونکي په مرکز کې خدمتي ګمارل شوي. د نوموړي په خبره دا ښوونکي په ۱۳۸۲-۱۳۸۳ کلونو کې د پوهنې د پخوانیو رئیسانو له لوري ټاکل شوي، نه د پوهنې ریاست د اوسنۍ رهبرۍ له لوري.

عابد وايي چې د غزني ولایتي شورا د ځینو غړو د نامشروع غوښتنو په ردولو سره، اوس هغوی غواړي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اداره او چارواکي نوم بدي کړي:(( که دوی زموږ د فساد، یا غیرقانوني کړنو په اړه کوم اسناد او شواهد ولري، مهرباني دې وکړي، هغه دې څارنوالۍ ته وسپاري، موږ حاضر یو چې خپل ملت ته ځواب ووایو.))

د پوهنې رئیس همداراز ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به د ولسوالیو اړتیا او غوښتنو ته په پام، هغه ښوونکي چې په مرکز کې خدمتي دي، بېرته خپلو اړوندو ولسوالیو ته واستول شي.

د غزني د پوهنې رئیس د غزني د ولایتي شورا مرستیال، دا څرګندونې هم بې اساسه وبللې چې ګواکې د درېیو ولسوالیو زنه خان، اب بند او ناوې څخه د ۱۲ ټولګي هېڅ فارغ نه لري:(( یوازې په زنه خان ولسوالۍ کې موږ د ۱۲ ټولګي فارغ نه لرو، هلته ته تېر کال زما له راتګ سره سم ښوونځي فعاله شول او د وزارت د فوق العاده امر پر اساس مو د دې ولسوالۍ ښوونځیو ته ۴۰ تنه بالمقط ښوونکي په دندو ګمارلي دي.))

د غزني د پوهنې رئیس عابد د ولایتي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د بې ځایه نیوکو او شخصي غریزو له مخې د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره ورسره همکاري وکړي.

دم ګړۍ ویل کېږي چې په غزني ولایت کې تر۶۰۰ ډېر ښوونځي فعاله دي چې زرګونه تنه هلکان او نجونې په کې زده کړه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA