د پاکستان د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې نن سهار د توغندويي بريد له كبله لږ تر لږه شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاكستاني رسنۍ د ځايي پوليسو له قوله وايي، له نامعلوم لوري څخه توغول شوى توغندى د كوټې د نادر اباد په سيمه كې پر يوه كور لګېدلى، چې له كبله
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې نن سهار د توغندويي بريد له كبله لږ تر لږه شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاكستاني رسنۍ د ځايي پوليسو له قوله وايي، له نامعلوم لوري څخه توغول شوى توغندى د كوټې د نادر اباد په سيمه كې پر يوه كور لګېدلى، چې له كبله يې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
يو شمېر ځايي رسنيو په لومړنيو رپوټونو کې ويلي وو، چې پېښه په يوه کور کې
د ګاز ډبې د چاودنې له كبله رامنځته شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


