یو شمېر زابل مېشتې مېرمنې وايي چې په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى او ستونزې د تېر په پرتله زیاتې شوې دي. دوی وړاندیز کوي چې دولت دې د دغو ستونزو او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره لاس په کار شي او د عامه پوهاوي کمپاینونه دې ترسره کړي.
یو شمېر زابل مېشتې مېرمنې وايي چې په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى او ستونزې د تېر په پرتله زیاتې شوې دي. دوی وړاندیز کوي چې دولت دې د دغو ستونزو او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره لاس په کار شي او د عامه پوهاوي کمپاینونه دې ترسره کړي.
يادو مېرمنو د يوې غونډې په ترڅ كې پر دولت نيوكه وكړه چې په تېرو ديارلسو كلونو كې يې د دغه ولايت ښځو ته چندان جدي پاملرنه نه ده کړې. دوی ویل چې په زابل ولایت کې ښځو ته د ښه ژوند د برابرولو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.
د راحلې په نوم د غونډې یوې برخه والې وویل چې په زابل ولایت کې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ستونزې زیاې شوې دي او دولت دغې مسئلې ته هېڅ پام نه کوي:(( موږ د دې لپاره د ښځو چارو په ریاست کې راټولې شوې یو چې خپل حقونه وغواړو او له ښځو سره د نارینه وو توپیري چلند راکم کړو.))
راحله له دولت او هغو ادارو چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي، غواړي چې د عامه پوهاوي د کمپاینونو له لارې دې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ضد مبارزه وكړي:(( همدا ډول دولت او دغه ادارې باید غريبو او كونډو مېرمنو ته د كسب او كار زمينه هم برابره كړي.))
د زابل د ولایتي شورا مخکینۍ غړې مدینې هم په خپلو خبرو کې وویل چې دولت د مېرمنو ستونزو ته پام نه کوي او ښځې په پر له پسې توګه د تاوتریخوالي قرباني کېږي. د دې په خبره، په زابل ولایت كې په نشه يی توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی چې له دې كبله غلاوې، کورنی تاوتریخوالى او وژنې هم زياتې شوې دي:(( د دې اكثره پېښو قربانیانې ښځې دي او دولت بايد د دې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه واخلي.))
د جمیلې په نوم يوه بله مېرمن بیا په دولتي ادارو كې د ښځو لپاره د کار د زمینې پر نه برابرېدو اندېښنه لري او زیاتوي چې تر اوسه ښځو ته د کار کولو په برخه كې لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځ ته شوې. د نوموړې په خبره که چېرې په دولتي ادارو كې د ښځو لپاره کارموندنه وشي، په دې سره ښځې له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره ډېر څه کولای شي:(( په دولتي ادارو کې د ښځو د استخدام کچه خورا راښکته ده.))
خو د زابل د ولایتي شورا فعاله مرستیاله فوزيه یونسي وايي چې په دغه ولایت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې اكثره له اقتصادي ستونزو، بې سوادۍ، له خپلې خوښې پرته ودونه او د ښځو د حقوقو په اړه د نارینه و د نه پوهاوي له كبله رامنځته كېږي:(( همدا موارد دي چې د ښځو ژوند يې سخت كړى او له ستونزو سره يې مخ كړې دي.))
په زابل کې مېرمنې په داسې حال کې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ پورته کوي چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت قومي مشرانو پر دولت تور لګولی و چې زابل یې هېر کړی دی.
له بل لوري څو ورځې له زندانه یوه تازه راخلاص شوي زلمي چې نشه يي توکي هم کارول، د خپلې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل. په وژل شویو کې د هلک مېرمن، وریندار او ماشومان شامل وو، په پای کې دی په خپله هم له پولیسو سره د نښتې په نتیجه کې ووژل شو.
څارونکي وايي، که چېرې د دولتي او نورو ادارو د پراخ فعالیت ترڅنګ قومي مشران او دیني عالمان هم د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي، ممکنه ده چې د ښځو پر وړاندې د نارینه وو په چال چلند او سلوک کې بدلون راشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

