ads

داعش پیل کړې؛ حکومت په څه بوخت دی؟

په داسې حال كې چې د سولې په اړه پټې او ښکاره ګنګوسې روانې دي، په دوو بېلابېلو پېښو كې په اصطلاح د داعش ډلې پلویانو په لوګر او زابل  ولایتونو کې افغان حكومت ته  د سولې د راتلو له اوازو سره سم د نوي سرخوږي سور څراغ وركړى دى. په داسې حال كې چې […]

نویسنده: TKG
10 کب 1393
داعش پیل کړې؛ حکومت په څه بوخت دی؟

په داسې حال كې چې د سولې په اړه پټې او ښکاره ګنګوسې روانې دي، په دوو بېلابېلو پېښو كې په اصطلاح د داعش ډلې پلویانو په لوګر او زابل  ولایتونو کې افغان حكومت ته  د سولې د راتلو له اوازو سره سم د نوي سرخوږي سور څراغ وركړى دى.

په داسې حال كې چې د سولې په اړه پټې او ښکاره ګنګوسې روانې دي، په دوو بېلابېلو پېښو كې په اصطلاح د داعش ډلې پلویانو په لوګر او زابل  ولایتونو کې افغان حكومت ته  د سولې د راتلو له اوازو سره سم د نوي سرخوږي سور څراغ وركړى دى.

په لومړۍ پېښه كې ویل کېږي چې داعش ډلې ته منصوب کسان له تورو بيرغونو سره د لوګر په څرخ ولسوالۍ كې د خلكو په كورونو ورننوتي او په ځايي خلكو يې بريدونه كړي. په دوهمه پېښه كې بيا د زابل د شاجوى ولسوال ويلي چې د تورو كاليو، تورو بيرغونو او په پرديو ژبو غږېدونكو وسله والو چې ځانونو ته يې د داعش ملاتړي ويل، د کابل- کندهار پر لويه لار له ۳۰۳ ډوله دوو موټرو څخه ۳۰ تنه هزاره ګان ښكته كړي او له ځانه سره يې نامعلوم ځاى ته وړي دي.

د څرخ اوسېدونكي وايي، د دوى په كورونو بريد كوونكو وسله والو هم ځانته د داعش ملاتړي ويل او په سيمه كې يې ټولو زيارتونو او د كورونو ټلويزیونونو ته اور اچولى دى. ځايي خلك نوي را پيدا شوي وسله وال ډېر سخت دريځي بولي، ځكه په خبره يې چې هر كور ټلويزيون ولري، دوى پرې ورننوځي، خلك يې دباندې راباسي او حتى په وژلو کې یې هم ځنډ نه كوي. د څرخ یوه قومي مشر ویلي چې د دوى سيمه اوس د سپينو بيرغونو پر ځاى ټوله په تورو بيرغونو پوښلې ده:(( دا بل رقم وسله وال دي، ډېر زيات توند خلك دي، هېڅ د چا خبره نه اوري.))  د څرخ ولسوال خليل كمال هم دا منلې چې د تورو بيرغونو لرونکي وسله وال يې په سيمه كې زيات شوي، خو وايي ولايتي چارواكو ته يې خواست كړى چې څرخ د دغو وسله والو پر ضد تر پراخو عملياتو لاندې ونيسي:(( تر اوسه كوم ځواب نه دى راغلى، مګر په پام كې ده چې د دوى د ترهې اچونې پر ضد ژر تر ژره عمليات وكړو.))

د زابل چارواكي هم وايي چې له كندهاره راتلونكي هزاره وګړي وطن ته د كندهار پر لاره له ايرانه تازه راستانه شوي وو چې د وسله والو په لاس كېوتل. له مسافرو څخه یوه کس ویلي، تښتوونکو د افغان پوځ د کومانډو جامې او تور ماسکونه لرل، له مسافرو یې په موټرو کې یوازې د پېژندپاڼو (تذکرو) پوښتنې کولې او په ((بله ژبه)) غږېدل، خو ډېرې خبرې یې نه کولې: ((کوم خلکو چې دغه تښتوونکي لیدلي، تورې درېشۍ یې لرلې او پخپل منځ کې په نورو ژبو غږېدل؛ نو دا امکان لري چې د ((داعش)) وسله واله ډله وي. ټول تښتول شوي له هراته کابل ته روان وو.))

یوې مېرمنې چې د پېښې ځای کې یې حالت پخپلو سترګو لیدلی او اوس کابل ته رسېدلې ده، وايي، تورې خولۍ لرونکو وسله والو لومړی بس ودرواه او بیا یې دښتې ته بوت او وروسته یې “هزاره ګان” ترې بېل کړل. دغې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي:” دوی دوه بسونه ودرول، له یوه یې ۱۹ مساپر او له بل یې ۱۲ “هزاره ګان” راکوز کړل. تښتوونکو پوځي جامې لرلې ټول ځانونه یې پېچلي وو او مخونه یې هم پټ وو. یوه یې اوږده کالي او اوږده وېښتان لرل، په پښتو او فارسي یې خبرې کولې او له مسافرو یې غوښتل چې له څوکیو پاڅي، او د مذهب پوښتنه یې ترې کوله.”

معلومه نه ده چې د داعش دغه پلویان به پر دغو هزاره افغانانو څه وكړي؟ خو د امنيتي چارو كارپوهان وايي، حكومت په افغانستان كې د دغې ډلې د راټوكېدو په وخت كې خورا ناغېړي كړې او دا ډله یې په نطفه كې شنډه نه كړاى شوه. دوى وايي، كه افغان حكومت له طالبانو سره د سولې خبرې كوي او داعش د ځان پر وړاندې لا هم كوچنى خنډ بولي؛ نو تر لږې بې غورۍ وروسته ځانته وضعيت تر لړزوونكي حده ترينګلى كوي.

د امنيتي چارو كارپوه ډګروال شمشېرخان همدې ټكي ته په اشاره وايي، دولت ځان د داعش د نظرياتو د ترويج او تبليغ په برخه كې خورا ناګاره اچولى، خو دغه ډله اوس په ځنځيري شكل مخ پر ودې ده:(( شايد طالبانو ځانته د داعش له لوري خطر درك كړى وي، اوس اورم چې طالبان د سولې خبرو ته هم اماده شوي، خو داعش په ټول افغانستان كې يو ډول ځنځيري فعاليت پيل كړى، له پكتيكا څخه غزني ته له غزني نه زابل ته او له زابله هلمند ته رسېدلي، له ننګرهاره هم دا دى كونړ، لوګر ته راورسېدل، حكومت بايد په دې برخه كې سمدواره لاس په كار شي.)) خو د چارو شنونكى ډاكټر سديس نيازى بيا په افغانستان كې د داعش ډلې راټوكېدنه د طالبانو بل شكل او د سيمه ييزو استخباراتو نوې لوبه بولي. نيازى وايي، افغان حكومت بايد پرې نږدي چې د سيمې په دغه نوې لوبه كې خپل خلك يو وار بيا د بلا په خوله كې وركړي:(( پاكستان غواړي طالبان رامخته او له دې وروسته پر داعش لاس تېر كړي، په دې كار به نړۍ ته ځان سپين كړي، خو د افغانستان خلاف به د جنګیالیو روزنې ته په بل ډول ځان وزګار كړي. په كار ده چې نور په دې برخه كې موږ قوي حاكميت رامنځته كړو او د سيمې له هر ډول فشار نه خپلې پولې خوندي او له طالبانو سره سوله وشي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA