ads

د ګردېز او ډنډپټان ترمنځ د غځېدلې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

د پکتيا مرکز ګردېز او ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلې ۱۰۵ كيلومتره لارې د بيارغونې چارې پيل شوې، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د پکتيا مرکز ګردېز او ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلې ۱۰۵ كيلومتره لارې د بيارغونې چارې پيل شوې، چې د ټولګټو […]

نویسنده: TKG
6 کب 1393
د ګردېز او ډنډپټان ترمنځ د غځېدلې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

د پکتيا مرکز ګردېز او ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلې ۱۰۵ كيلومتره لارې د بيارغونې چارې پيل شوې، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د پکتيا مرکز ګردېز او ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلې ۱۰۵ كيلومتره لارې د بيارغونې چارې پيل شوې، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت د مرستيال انجنير احمدشاه وحيد په خبره، دا لويه لاره به په اساسي ډول رغېږي، چې څارنه به يې د اړوند رياست او ولايتي چارواکو له لورې په دقيق ډول کېږي.

نوموړي پکتيا ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د پکتيا اړوند ځينو نورو لويو لارو باندې به هم په نږدې راتلونکي کې کار پيل کړي.

انجنير وحيد د پکتيا مرکز ګردېز او غزني تر منځ، د لجې منګل او ځاځي اريوب ولسواليو ته غځېدلو لارو د جوړېدو ژمنه وکړه.

دی زياتوي، چې دغه راز د غزني او ګردېز تر منځ د لويې لارې جوړېدل هم د دوى په لومړيتوبونو کې دي.

د ټولګټو چارو وزارت معين وايي، چې د کابل ـ ګردېز تر منځ غځېدلې لويې لارې د بيارغونې په اړه به هم ډېر ژر اقدام وکړي.

د پكتيا د مرکز ګردېز او سرحدي ولسوالۍ تر منځ لويې لارې د جوړېدو چارې په داسې حال کې بيا پيلېږي، چې په جوړېدو يې نږدې درې کاله اوړي.

دا لاره ګردېز او د خيبر پښتونخوا پاړا چينار سيمه سره نښلوي.

د دې ولايت اوسېدونکو او سوداګرو يې په وارونو، وارونو د دې لارې د اساسي جوړېدو غوښتنې کړې دي او تر څنګ يې دا غوښتنه هم کېږي، چې دا لاره دې ترانزيټ شي، تر څو د کراچۍ بندر او ګاونډي هېواد پاکستان د نورو ښارونو وارداتي توکي تر کابل او له افغانستانه صادراتي توکي پاکستان ته په اسانۍ پرې ولېږدول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA