د مصر د لرې کړای شوي جمهور رئيس محمد مرسي زوى د خپل پلار د مړينې راپورونه رد كړل. محمد مرسي، چې د اخوان المسلمين ګوند كانديد و تېر كال د پوځي کودتاه له لارې له واکه لرې شو او دمګړۍ په زندان کې دی، خو ځينو رسنیو د نوموړي
د مصر د لرې کړای شوي جمهور رئيس محمد مرسي زوى د خپل پلار د مړينې راپورونه رد كړل.
محمد مرسي، چې د اخوان المسلمين ګوند كانديد و د ۲۰۱۳ ميلادي كال په جولاى مياشت كې د پوځي کودتاه له لارې له واکه لرې شو او دمګړۍ په زندان کې دی، خو ځينو رسنیو د نوموړي د مړینې خبرونه خپاره کړي وو.
د محمد مرسي زوی اسامه مرسي تېره شپه اناتولي خبري اژآنس ته ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې اوس یو څه ښه دی.
د عبدالفتاح السیسي په مشرۍ د مصر اوسني حکومت د اخوان المسلمین ګوند یو ترهګریز ګوند بللی او په سیاسي فعالیتونو یې بندیز لګولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

