ads

د بيان د ازادۍ ښه موقعيت

افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه كې له تاجکستانه وروسته د خپلو ګاونډیو هېوادونو په منځ كې لوړ مقام ګټلى دى. د بې پولې خبریالانو د بنسټ یوه څېړنه ښيي چې افغانستان له ۱۲۸ مقام نه ۱۲۲ ته رسېدلی او په دې ډول دغه هېواد د تېر كال په پرتله ۶ ګامه مخکې تللی […]

نویسنده: TKG
4 کب 1393
د بيان د ازادۍ ښه موقعيت

افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه كې له تاجکستانه وروسته د خپلو ګاونډیو هېوادونو په منځ كې لوړ مقام ګټلى دى. د بې پولې خبریالانو د بنسټ یوه څېړنه ښيي چې افغانستان له ۱۲۸ مقام نه ۱۲۲ ته رسېدلی او په دې ډول دغه هېواد د تېر كال په پرتله ۶ ګامه مخکې تللی دی.

افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه كې له تاجکستانه وروسته د خپلو ګاونډیو هېوادونو په منځ كې لوړ مقام ګټلى دى.

د بې پولې خبریالانو د بنسټ یوه څېړنه ښيي چې افغانستان له ۱۲۸ مقام نه ۱۲۲ ته رسېدلی او په دې ډول دغه هېواد د تېر كال په پرتله ۶ ګامه مخکې تللی دی.

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى د دغه ځای ترلاسه کول د ملي يووالي حکومت د کړنو نتیجه بولي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، دغه څېړنه ښيي چې افغانان تر خپلو نږدې ګاونډیانو د بیان خورا پراخه ازادي لري.

نوموړى زياتوي، کله چې په هېواد کې د بیان د ازادۍ اړوند زیات قوانین تصویب او توشېح کېږي؛ دا په خپله د بیان د ازادۍ پورتنیو مقامونو ته د هېوادونو د رسېدو لوى علت دی.

د بې پولې خبریالانو ياده څېړنه ښيي چې د امریکا متحده ایالات، جاپان او روسیه له خپلو پخوانيو ځايونو راټيټ شوي دي.

د افغانستان په نږدې ګاونډيانو کې هم د بیان د ازادۍ وضعیت چندانې ښه نه دى.

ياده څېړنه ښيي چې پاکستان د بيان د ازادۍ په برخه كې ۱۵۹، هند ۱۳۶ او ایران ۱۷۳ځای لري چې تر دې ټولو افغانستان مخكې دى.

افغان خبریال همايون جويا  د بېلابېلو رسنیو  او مدني ټولنو د رامنځته کېدو او د بیان د ازادۍ په پراختیا کې د نړیوالې ټولنې مرسته خورا ارزښتمنه بولي.

نوموړى وايي، د نړیوالې ټولنې همکارۍ د مدني ټولنې د ایجاد او د رسنیو د تقویې په برخه کې خاص اهميت لري.

خو لیکوال او ژورنالیست اجمل تورمان وايي چې لا هم د افغانستان په ولایتونو کې خبریالان له ځينو كاري محدودیتونو سره مخ دي.

د هغه په وينا، افغانستان له خپلو ګاونډیانو د بیان د ازادۍ په برخه كې مخکې دی، خو دا باید په تېر یو کال پورې ونه تړو: ((نږدې یوه لسیزه وشوه چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ لپاره ډېر کار شوی، که لا هم په يو شمېر ولايتونو كې خبریالان له ځینو محدودیتونو سره مخ دي.))

د بې پولې خبریالانو بنسټ د بیان ازادي د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې څېړلې ده. د دغې څېړنې له مخې، فنلنډ، ناروې او ډنمارک لومړى، دويم او درېیم ځایونه خپل كړي دي.

همدارنګه د بیان د ازادۍ رنګ په ترکمنستان، شمالي کوریا او افريقايي اریتوریا هېواد كې تر ټولو كمرنګه ښودل شوى دى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA