د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن انګلستان، سكاټلنډ ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د سكاټلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د انګلستان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن انګلستان، سكاټلنډ ته ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د سكاټلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د انګلستان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د انګلستان لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۳ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۳۰۴ منډې هدف وټاكه، خو د سكاټلنډ لوبډلې په ۴۲ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې او ياد هدف پوره كړ او انګلستان دا لوبه د ۱۱۹ منډو په توپير وګټله.
تر دې مخكې انګلستان خپله لومړۍ لوبه كې له اسټراليا او په دويمه لوبه كې له نيوزيلنډ نه ماتې خوړلې وه.
همدارنګه سكاټلنډ هم په خپله لومړۍ لوبه له نيوزيلنډ نه ماتې خوړلې وه او ننۍ يې دويمه لوبه وه، چې په دې كې هم له ماتې سره مخ شو.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان خپلې دوه لومړنۍ لوبې بايللي او درېيمه به يې د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د سكاټلنډ په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

