د احمد خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولور ته معلوم حدونه وټاکل. د تړون پر بنسټ په ياده ولسوالۍ کې به ولور درې سوه زره افغانۍ او که د احمد خېلو کومه نجلۍ په بله ولسوالۍ يا ولايت کې ودېږي، نو دوه سوه زره افغانۍ به ترې اخيستل کېږي.
د احمد خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولور ته معلوم حدونه وټاکل. د تړون پر بنسټ په ياده ولسوالۍ کې به ولور درې سوه زره افغانۍ او که د احمد خېلو کومه نجلۍ په بله ولسوالۍ يا ولايت کې ودېږي، نو دوه سوه زره افغانۍ به ترې اخيستل کېږي.
دوی د يو پرېکړه ليک په لوستو ذکر شوي حدونه وټاکل او ترڅنګ يې د ماما، تره، دروازې او نورو نومونو باندې د پيسو اخيستل منع کړل.
دوی د دې ترڅنګ د واده د مراسمو پر مهال د زياتو او بې ځايه لګښتونو د مخنيوي په خاطر هم د ممانعت پرېکړه وکړه.
په دې تړون کې ذکر شوي: ((په احمد خېلو ولسوالۍ کې به د يوې نجلۍ ولور درې لکه افغانۍ او که چېرته د دې ولسوالۍ اوسېدونکې نجلۍ بل ځای ودېږي، نو دوه لکه افغانۍ ولور به اخيستل کېږي.))
همدارنګه په تړون کې د سازونو، بې ځايه لګښتونو او نورو ممانعت هم شوی دی چې د دې ولايت اوسېدونکي يې ښه اقدام بولي.
همدا راز د ولور په باره کې د احمد خېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو د پرېکړې هرکلی د پکتيا ولايتي چارواکي، د ولايتي شورا غړي، ديني عالمان او مدني فعالان کوي.
مولوي خواجه الدين د ولور د کمولو ترڅنګ په شرعي مهر عامولو او همدارنګه د ښځو په ټولو حقونو ورکولو ټينګار کوي.
نوموړى وايي: ((په اسلام کې خويندو ته د مالکيت، زده کړې او ميراث حقونه ورکړل شوي دي، خو دلته اکثريت خويندو ته خپل حقونه نه ورکول کېږي.))
د پکتيا د ښځو چارو رياست هم د احمد خېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو د وروستۍ پرېکړې ملاتړ کوي او وايي چې دلته لوړ ولور ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کړې دي.
نوموړې زياتوي، په کار ده چې د پکتيا په نورو ولسواليو کې هم ورته تړونونه وشي او په وينا يې دوی د دا ډول تړونونو د پراختيا په هڅه کې دي.
اورياخېل وايي: ((موږ د خلکو د دې تړون په كلكه ملاتړ کوو چې دوی ولور را کم کړ او هيله ده چې دا پروسه نورو ولسواليو ته هم وغځېږي.))
د پکتيا په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ولور د راکمولو په باره کې داسې وخت قومي تړون کېږي چې دلته له ولوره اکثريت زلمي او نجونې سر ټکوي او له اته سوه زره افغانيو نيولې تر پنځلس سوه زره افغانيو ولورونه اخيستل کېږي.
ياده دې وي چې د جنوب ختيځ زون اکثريت ځوانان په عربي نړۍ او نورو بهرنيو هېوادونو کې په مزدوريو پسې ورک دي او د دې مسافريو تر ټولو لوی علت لوړ ولور دی چې په افغانستان کې يې پوره کول ناممکن دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


