داسې نښې نښانې ليدل كېږي چې تر اوږده انتظار وروسته به د افغانستان، تركمنستان، پاكستان او هند تر منځ د ګازو د پايپ لاين ((ټاپي)) پروژه ژر پيل او له مخې به يې افغانستان د حق العبور له دركه د كال په حساب د ۴۰۰ مليونه امريكايي ډالرو په ارزښت يوه غوره اقتصادي منبع او زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته د كار زمينه پيدا كړي.
داسې نښې نښانې ليدل كېږي چې تر اوږده انتظار وروسته به د افغانستان، تركمنستان، پاكستان او هند تر منځ د ګازو د پايپ لاين ((ټاپي)) پروژه ژر پيل او له مخې به يې افغانستان د حق العبور له دركه د كال په حساب د ۴۰۰ مليونه امريكايي ډالرو په ارزښت يوه غوره اقتصادي منبع او زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته د كار زمينه پيدا كړي.
د كانونو او پټروليم نوى وزير داوود شاه صبا وايي، كه څه هم څو ورځې وړاندې د دې پروژې په اړه په اسلام اباد كې د څلورو واړو هېوادونو ۲۰مه ناسته بې نتيجې پاى ته ورسېده، خو په وينا يې يو شمېر معتبرو نړيوالو شركتونو د دې پروژې په كنسرسيوم كې د ګډون لپاره وړانديزونه كړې دي. د سبا په خبره د ټاپي په پروژه کې شریک هېوادونه په پام كې لري چې پر دغو وړانديزونو په كابل كې د ټاپي پروژې د ۲۱ ناستې پر مهال بحثونه وكړي:(( د نړۍ له مشهورو شركتونو څخه د فرانسې د ټوټال شركت، د روسيې ارټي ګلوبل او د چاينا پټروليم شركت پرېكړه كړې چې د دې پروژې د داوطلبۍ لپاره راوړاندې شي، خو په دې اړه به دوه مياشتې وروسته په كابل كې د ټاپي پروژې سرمشريزې په غونډه كې پرېكړه كېږي، زه هيله لرم چې دا پرېكړه به مثبته وي.))
د كانونو وزیر وايي، تمه لري چې د ټاپي پروژې د عملي کېدو چارو د پيل نېټه د كابل په غونډه كې معلومه او په كې به د كنسرسيوم مشري هم اعلان شي. صبا دغه پروژه د سيمې د اقتصادي اتحاد لپاره مهمه بولي او وايي، له دې لارې تركمنستان، پاكستان، هند او افغانستان په اقتصادي ګټو كې يو له بل سره تړل كېږي:(( دا پروژه كه له يوې خوا د پاكستان او هند د انرژۍ ستونزې حلوي، افغانستان ته يې هم اقتصادي ګټې ډېرې دي.))
د ټاپي لګښت او مسير
د افغانستان د كانونو او پټروليم وزارت د اسنادو له مخې ټاپي پايپ لاين له تركمنستانه افغانستان ته د هرات له لارې راننوځي او له شاوخوا اته سوه كیلو متره واټن تر وهلو وروسته د كندهار له لارې په كويټه ور داخلېږي، په دوهمه مرحله كې دا نل ليكه د بلوچستان له لارې د پنجاب له ملتان سره وصلېږي او بيا د هندوستان خاورې ته له ۱۷۳۵ كیلو متره واټن وهلو وروسته ور داخلېږي.
دا په داسې حال كې ده چې يوه مياشت وړاندې بنګله دېش هم په ټاپي كې د اشتراك لپاره د چمتووالي اعلان وكړ، اوس كه ټاپي هېوادونه (تركمنستان، افغانستان، پاكستان او هند) بنګله ديش هم په خپل كنسرسيوم كې ومني؛ نو كېداى شي د دې پروژې نل ليكه ۲۵۰۰ كیلو متره اوږده شي.
اسيايي بانك وايي، د دغې پروژې پر عملي كولو به د څلورو كلونو په ترڅ كې (تر ۲۰۱۷ كاله پورې) له ۷ اعشاريه ۵ مليارډو ډالرو تر ۱۲ مليارډه ډالرو پورې لګښت راشي، خو له ټاپي سره د بنګله دېش د يو ځاى كېدو په صورت كې شايد د پروژې لګښت تر ۱۳ مليارډه ډالرو ورسېږي.
داسې شواهد هم شته چې ايران يو وخت غوښتل دغه پايپ لاين د ټيپي په نوم له تهرانه تېر شي، خو د زيات لګښت له كبله ورسره پرې هند او پاكستان سلا نه شول.
افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټه
د كانونو او پټروليم وزارت وياند رفيع صديقي وايي، كه د ټاپي پر پروژه كار پيل شي، قرارداد به يې د ۳۰ كلونو لپاره وي او هر كال به د افغانستان لپاره په مليونونه ډالر عايد په لاس وركړي. د صديقي په خبره، افغانستان به له دې پايپ لاين څخه په افغانستان كې د تېرېدو له كبله د ټرانزيټ حق هم اخلي او زرګونه افغانانو ته به په دې پروژه كې د كار زمينه هم مساعده وي:(( له دې پايپ لاين نه به په ۳۰ كلونو كې ۳۰ مليارډ متره مكعبه ګاز افغانستان، هند او پاكستان ته انتقال شي، ګازو ته د هند او پاكستان اړتيا زياته ده، افغانستان مازې لار وركوي، خو په بدل كې به يې افغانستان ته په ټرانزيټي حق كې له ۶۰۰ مليونو تر ۵ مليارډ متر مكعبه ګاز او هر كال ۴۰۰ مليونه ډالر د لارې كرايه وركول كېږي، افغانانو ته به دا لار د كار له پلوه هم ښه سرچينه وي.))
د چارو كارپوهان هم په دې باور دي چې ټاپي پروژه به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره غوره زمينه برابره كړي، ځكه له يوې خوا به خپله د اړتيا وړ انرژي ترې لاسته راوړي، له بل پلوه به ځانګړې عايداتي سرچينه وي او تر ټولو مهمه دا چې زرګونه افغانانو ته به د پروژې د ساتنې او پالنې په برخه كې د كار زمينه مساعده كړي.
د اقتصادي اصلاحاتو د غوښتنې ګوند (ودان افغانستان) مشر محمديار يار همدا خبره كوي او وايي، د ټاپي پروژه له هره پلوه د افغانستان لاس ته ورغلې تياره مړۍ ده او بايد افغانان د دې پروژې د پلي كېدو په لاره كې هېڅ چانس له لاسه ور نه كړي:(( له دې لارې تر ۳۰ كلونو هر كال د ۴۰۰ مليونه ډالرو ټیکس زموږ د دولتي خزانې يوه لويه برخه بوج په اوږه اخلي، دا به زموږ لپاره يوه حمايوي بودجه وي او بايد افغان حكومت يې د پلي كولو لپاره ټول شرايط اماده كړي، كه دا پروژه پلې شوه، موږ پاكستان هم تر اقتصادي فشار لاندې راوستلى او د خپل داخلي امنيت په برخه كې غوښتنې پرې منلى شو.))
د ټاپي پر وړاندې اندېښنې
د ا قتصادي چارو كارپوهان دې پروژې ته د افغان اقتصاد د ودې له كبله خوشبين دي، خو ډېرى يې په دې باور دي، هغه اته سوه كیلو متره د ټاپي پايپ لاين چې له هرات، فراه، هلمند او كندهار ولايتونو څخه پاكستان ته غځول كېږي، زياته وېره شته چې د پروژې د عملي كېدو چاره يې له امنيتي ننګونو سره مخ شي.
د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالرحمن درد په دې اړه وايي، د پاكستان( که څه پاکستان په پروژّ کې شریک دی) او ايران په څېر هېوادونه شايد په دې پروژه كې د افغانستان زياتې ګټې ونه شي زغملى؛ نو د دې لپاره چې د تركمنستان له ګازو ډېره فايده پورته كړي، كېداى شي د پايپ لاين امنيت ته خطرونه راپورته كړي:((بل دا چې ځايي وسله وال هم دومره معمولي بايد ونه ګڼل شي، د هغوى پر ضد د ټاپي پر ليكه قوي عملياتو نه كول او د قطعاتو نشتوالى وضعيت نا ارامه كولى شي، وسله وال شايد دا پروژه پر دولت د فشار راوړلو په نيت وننګوي. دوى شايد زور وكړي چې د ټاپي نل ليكې خوا ته خپل نفوذ زيات كړي.)) خو ډاكټر عبدالقيوم مومند بيا وايي، د ټاپي پروژې د امنيت ذمه واري بايد ټوله په خپله د ټاپي په پروژه کې د شریکو هېوادونو لخوا واخستل شي، ځكه د ده په خبره كه د ټاپي پروژې ګډون كوونكي په افغانستان كې د سولې هڅه ونه كړي، د دې پايپ لاين د انتقال لپاره بله هېڅ بديل لاره نه لري:(( د ټاپي پروژې انګېزه له نوي يمو كلونو راپورته شوې وه، خو دا نل ليكه تر ننه ځكه پاتې وه چې د ايران له لارې يې د ګازو انتقال ګران تمامېده او افغانستان د داخلي جګړو ښكار و، اوس چې دلته يو نظام شته، نو امنيت خوندي كېدل يې يقيني شوي، بل دا چې كه له پاكستانه وېره لرو، هغه په خپله دې انرژۍ ته احتياج دى.)) د كانونو او پټروليم وزارت وياند رفيع صديقي بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان په ساحه كې د پروژې د امنيت په اړه اندېښنې بې ځايه دي، ځكه د ده په خبره افغان ځواكونه بشپړه وړتيا لري چې د ټاپي زون ساحه تر پراخ كنټرول لاندې راولي او چاته اجازه ور نه كړي چې هلته د ناكرارۍ اور بل کړي.
د افغانستان چمتووالى
كه څه هم د ټاپي په ۱۹مه غونډه كې د پاكستان د كانونو او پټروليم وزير شاهد خاقان عباسي ويلي چې هېواد يې د امنيتي ستونزو له كبله د ټاپي پروژې د عملي كېدو پړاو لپاره وخت ته اړتيا لري. خو د افغانستان د كانونو او پټروليم وزير داوود شاه سبا بيا په اسلام اباد كې همدې ناستې ته ويلي، افغانستان د ټاپي پروژې پلي كېدو ته بشپړ چمتو او له غړو هېوادونو څخه غواړي چې ژر تر ژره د پروژې د عملي كار لپاره هڅې ګړندۍ كړي. داوود شاه سبا زياته كړه افغانستان اوس پاكستان او هند ته د تركمنستان د ګازو د لېږد په برخه كې د اجرايي رول لوبولو ته پوره چمتووالى لري، ځكه نو بايد په دې برخه كې نور ځنډ رامنځته نه شي:(( موږ د پروژې په عملي كولو كې هره همكاري كولى شو، دا كار بايد په ټاكلي وخت پيل شي تر څو نوې ستونزې راپورته نه شي.))
د پاكستان صدراعظم نواز شريف هم په دې برخه كې د افغانستان د كانونو له وزير سره هم نظرى ښكاري او وايي څومره ژر چې كېداى شي، د ټاپي غړي هېوادونه بايد پر دغه پروژه كار پيل كړي. نواز شريف دغه څرګندونې د افغانستان، هندوستان او تركمنستان د كانونو او پټروليم له وزيرانو سره په اسلام اباد كې د ټاپي پروژې د ۱۹مې ناستې په درشل كې كړې او ويلي یې دي چې له دغې پروژې څخه د ګټې اخستنې لپاره پاكستان هم لېواله دى.
د ټاپي پروژې تاريخچه
د ټاپي پروژې لومړنۍ طرحه په ۱۹۹۰ كال كې راپورته شوه خو د يونيكال او بريډاس كمپنيو د رقابت او په افغانستان كې د كورنيو ناامنيو له كبله پرې تر ۲۰۱۰ كاله پورې هېڅ خبرې ونه شوې. په ۲۰۱۰ كال كې افغانستان، پاكستان، هند او تركمنستان سره سلا شول چې د ۲۰۱۴ كال له پيله به د دې پروژې ابتدايي چارې پيل او تر ۲۰۱۷ پورې به بشپړې شي، خو ۲۰۱۴ كال تېر شو او د يو لړ سيمه ييزو ستونزو له كبله دا پروژه پر خپل وخت پيل نه شوه. افغانستان به د دغې پروژې د ساتنې لپاره ۶ زره ساتونكي ګماري. همدا راز كه په نل ليكه كې ګنجايش و؛ نو افغانستان له خپلو طبيعي ذخايرو څخه هم كولى شي چې د افغانستان توليدي ګاز پر هند او پاكستان وپلوري.
نښې نښانې ښيي چې روسیه، امریکا او اروپایې ټولنه هم د افغانستان له لارې هند ته د ټاپي پروژې له غځېدو سره بشپړ توافق لري، خو په سیمه کې د ګاونډي هېواد ایران په اړه ویل کېږي چې د دغې پروژې له تطبیق څخه ناخوښه دی او د همدې لپاره یې د خپل هېواد د سولې د ګازو د نل لیکي د غځولو لپاره لستونې رابډوهلي دي. د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په میاشت کې د ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ایران د سولې د نل لیکې له لارې پاکستان ته د ګازو د انتقال پر سر خبرو اترو، دغه شکونه په یقین بدل کړل، ځكه د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په ۴مه د پاکستان کابینې د ایران د ګازو د سولې د نل لیکې له لارې د ګازو د انتقال موضوع تصویب کړه، خو ښكاري چې دې تړون ايران ته كومه ګټه په لاس ور نه كړه.


