د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ كې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام لخوا ۱۵ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د ننګرهار د ملي پيوستون پروګرام له ولايتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې پدغو پروژو ۱۶ ميليونه، ۴۸۵ زره، ۸ سوه او ۷۹ افغانۍ لګښت راغلى دى.
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ كې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام لخوا ۱۵ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار د ملي پيوستون پروګرام له ولايتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې پدغو پروژو ۱۶ ميليونه، ۴۸۵ زره، ۸ سوه او ۷۹ افغانۍ لګښت راغلى دى.
د خبرپاڼې په وينا، په دغه لګښت كې د خلكو ۱۰ فيصده ونډه هم شامله ده.
خبرپاڼې زياته كړې، په دې پروژو کې ۶۴۹ متره اوږد محافظوي دېوال،۵۴۰ متره اوږد د ځمکو د خړوبولو یو کانال، په ۲،۱۴۸ کيلومتره اوږد سرک باندې شګې اچول، ۲۶۷ متره اوږد استنادي دېوال، ۱۲ پلګوټي، د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي پلې لارې او د څښاک اوبو ۳۵ څاه ګانې شامل دي، چې ۴۲۴۰ کورنۍ ترینه ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د ټول ننګرهار ولايت په سطحه د ملي پيوستون پروګرام د کار د پيل راهيسې ( ۲۹۰۲۳۷۰۵۰۶) افغانۍ د ( ۳۸۱۸ ) ټولګټو پروژو په تطبيق کې چې په هغوى كې د ترانسپورت، د څښلو د اوبو شبکې، برېښنا، د ځمکو د خوړوبولو کانالونه، زدکړې، ټولنيز مرکزونه او معيشت پروژې شاملې دي لګول شوې او د ننګرهار ولايت زرګونه کورنۍ ترېنه برخمنې شوې دي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


