ads

سريلانكا، افغانستان ته له سختې لوبې ماتې وركړه

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سريلانكا تر يوې سختې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د سريلانكا لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ […]

نویسنده: TKG
3 کب 1393
سريلانكا، افغانستان ته له سختې لوبې ماتې وركړه

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سريلانكا تر يوې سختې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د سريلانكا لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن سريلانكا تر يوې سختې لوبې وروسته افغانستان ته ماتې وركړه.

د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د سريلانكا لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۴ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۲ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۳۳ منډې هدف وټاكه، خو د سريلانكا لوبډلې په ۴۸ اعشاريه ۲ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او افغانستان ته يې په څلور وېكټو ماتې وركړه.

افغانستان تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې بايللې وه.

اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA