ads

د انګیزې شینوارې د قتل دوسیې باید ونه تړل شي

په ننګرهار كې د ولايتي شورا پر وكيلې ((انګېزه شينوارې)) د شوې چاودنې او بيا يې د قاتلينو د پيدا كولو په اړه د دولت چوپتيا هغه اندېښنې لا پسې زياتې كړې چې ګواكې حكومت د ښځينه چارواكو، ژورنالیستانو او يا هم فعالانو د وژنې دوسيې د هغوى له مړينې سره سمې تړي. په ننګرهار […]

نویسنده: TKG
3 کب 1393
د انګیزې شینوارې د قتل دوسیې باید ونه تړل شي

په ننګرهار كې د ولايتي شورا پر وكيلې ((انګېزه شينوارې)) د شوې چاودنې او بيا يې د قاتلينو د پيدا كولو په اړه د دولت چوپتيا هغه اندېښنې لا پسې زياتې كړې چې ګواكې حكومت د ښځينه چارواكو، ژورنالیستانو او يا هم فعالانو د وژنې دوسيې د هغوى له مړينې سره سمې تړي.

په ننګرهار كې د ولايتي شورا پر وكيلې ((انګېزه شينوارې)) د شوې چاودنې او بيا يې د قاتلينو د پيدا كولو په اړه د دولت چوپتيا هغه اندېښنې لا پسې زياتې كړې چې ګواكې حكومت د ښځينه چارواكو، ژورنالیستانو او يا هم فعالانو د وژنې دوسيې د هغوى له مړينې سره سمې تړي.

د سياسي چارو شنونكي وايي، د انګېزې شينوارې مرموزه وژنه لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه ده، بلكې تر دې دمخه هم د پارلمان پر وكيلې شكريه باركزۍ، د لغمان د ښځو رياست پخوانۍ مشرې د وژنې او نورو ګڼو ښځينه فعالانو د بريدونو دوسيې تړلې پرېښودل شوې دي.

حكومت له دغو پېښو وروسته مازې دومره هم نه دي ويلي چې پر پلانكۍ ښځينه فعالې بريد د چا لخوا او د كوم مقصد لپاره شوی دی؟ خو اوس د انګېزې پر مړينه د هغې خپلوان او دوستان له دولته غواړي چې بايد دا دوسيه په هېڅ ډول بې سرنوشته پرې نږدي.

انګېزه شينوارې کابو دوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار كې د هغې پر موټر د چسپكي ماين د چاودنې له كبله سخته ټپي او ډرېور يې ځاى پر ځاى ووژل شو. په دغه ورځ د خلكو د سخت غبرګون او خپګان د راپارېدو له كبله حكومت امر وكړ چې انګېزه شينوارې دې د سردار داوود خان په روغتون كې په کابل کې تر درملنې لاندې ونیول شي، خو څو ورځې د مخه چې هغې د خپلو سختو ټپونو له كبله په همدې روغتون كې ساه وركړه؛ نو حكومت د تاسف له اظهار پرته دې ته هم اشاره ونه كړه چې ايا د انګېزې د قاتلينو په راپيدا كولو كې به هڅه وكړي او كه نه؟

د انګېزې پر موټر د چاودنې دوسيه له دې كبله هم څېړنې ته اړتيا لري چې د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخستې. شنونكي وايي، كه پر انګېزه شينوارې بريد رښتيا هم د طالبانو كار نه وي؛ نو په دې پېښه كې داخلي كړۍ هم تر سخت شك لاندې راتلى شي.

د هغې د نږدې اقاربو له ډلې قاضي عبداللطيف همدا خبره كوي او وايي، انګېزه له دې كبله چې ډېره باجرئته او له مافيايي كړيو سره يې سخته ورانه وه، اكثره وختونه په مرګ ګواښل كېده:(( يا خو په دې پېښه كې د طالبانو لاس شته او اوس چې غبرګونونه زيات ګوري؛ نو له پړې اخستلو يې ځان باسي، یا د كلي ولس د ناوړه دودونو د افشاکولو له كبله هم انګېزه تر ګواښ لاندې وه او په دولتي كچه يې هم مافيايي كړيو سره پوره دښمني اخستې وه.))

د انګېزې شينوارې د ژورناليزم د ډګر پخوانى همكار محبوب شاه بيا وايي، كه قاتل هر څوك وي، خو دولت ته په كار ده چې د هغې د وژنې دوسيه په ځانګړي ډول وڅېړي. هغه وايي، حكومت بايد د انګېزې د قتل پر دوسيه يو تحقيقاتي كمسيون داير او په هره برخه كې بايد ځانګړې څېړنې وكړي چې دا كار به د پېښې عاملين په اسانۍ سره راڅرګند كړي:(( انګېزه ډېره وطندوسته او سپېڅلې وكيله وه، هغه د خپلې وطندوستۍ او استعداد له كبله په هېڅ ډګر كې منفي كړيو ته د منلو وړ نه وه، كه حكومت د هغې قاتلين پيدا نه كړي دا به له ولس او د انګېزې له فكر سره ستره جفا وي، دا دوسيه بايد بنده نه شي، بايد پرله پسې تحقيقات پرې وشي.))

انګېزه شينوارې د ۱۳۵۵ لمریز کال د ثور په ۲۵مه د ننګرهار په اچين كې د پوځي منصبدار محمد كبير په كاله كې سترګې غړولې او له الايي ليسې څخه تر فراغت وروسته د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بريالۍ شوه. ارواښاده د ژورنالېزم په ډګر كې د كليد ګروپ همكاره هم پاتې شوې وه او د ۱۳۹۳ كال د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د دوهم ځل لپاره بريالۍ اعلان شوه. انګېزې له ځانه وروسته په كور كې يوه كونډه مور، يو ورور او دوې خويندې  پرېښودې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA