که څه هم یو شمېر ښځینه فعالانې په دې باور دي چې په فعالو ښځو باندې حملې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د هغوی پر کړنو منفي اغیز کوي، خو دا هم باید هېر نه کړو چې د حق غوښتنې د مبارزې په لاره کې يې هوډونه لا نور پیاوړي کولای شي.
که څه هم یو شمېر ښځینه فعالانې په دې باور دي چې په فعالو ښځو باندې حملې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د هغوی پر کړنو منفي اغیز کوي، خو دا هم باید هېر نه کړو چې د حق غوښتنې د مبارزې په لاره کې يې هوډونه لا نور پیاوړي کولای شي.
په افغانستان کې د نوي نظام له ټینګښت سره په زیات شمېر افغان ښځې له هر راز بحران څخه د خپلې ټولنې د ژغورولو په پار د مبارزې ډګر ته راووتې او نړۍ ته يې دا وښوده چې افغان ښځې کولای شي پخپل هیواد کې د ثبات، رغون او پرمختګ لپاره ډېر څه وکړي.
په یاده موده کې ډیرۍ هغه افغان ښځې چې په بهر کې اوسېدلې او د ژوند ډېرې اسانتیاوې يې په واک کې وې، هغه يې ټولې يوې خواته پرېښودلې او خپل هیواد ته راستنې شوې، چې دلته د خپلو نورو مبارزو خویندو ترڅنګ ودرېږي.
د افغانستان د ثبات، رغون او پرمختګ دښمنانو چې د افغان ښځو دا لېوالتيا او قربانۍ ته چمتو کېدل ولیدل، په وېره کې شول او دا يې وانګېرله چې دا کار د نورو افغانانو د هیوادنۍ مينې د لا هڅونې سبب ګرځي او د دوی ګټې له خطر سره مخ کېږي؛ د وېرې او وحشت یوه نوې څپه يې راپیل کړه او د افغانستان په ګڼو سیمو کې يې د فعالو افغان ښځو په وژنو سر شول.
د افغانستان د دښمنانو د وژنو دا لړۍ له کندهاره پیل شوه چې لومړۍ قرباني يې د کندهار د ښځو چارو مشره ستاره اڅکزۍ وه. ستارې اڅکزۍ له هيواده بهر ډېر ښه ژوند درلود خو هیواد ته د خدمت مینه يې هغه هر ژوند ترې هېر کړ او د وینو باروتو تر چتر لاندې له خطره ډک ژوند يې غوره کړ.
د وژنو دا لړۍ دا دی تر ننه دوام لري خو د افغانستان د دښمنانو د اټکلونو خلاف نه یوازې دا چې افغان ښځې له خپلو فعالیتونو نه دي راګرځېدلي بلکې له پخوا لا په جدیت خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د دې وژنو یوه خواشینوونکې پېښه تېره اوونۍ رامنځته شوه او د افغانستان دښمنانو د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا یوه فعاله غړې او د خلکو همدرده؛ انګېزه شینوارې په نښه کړه.
هغه انګیزه چې د اسلامي علومو د استادې، د ښځو د حقونو د ملاتړې، شاعرې، ژورنالیستې او په ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو د استازې په توګه بیلابیل فعالیتونه ترسره کړي وو.
هغه انګېزه چې پخپلو نه ستړې کېدونو هڅو سره يې نورو افغان ښځو ته د کار او زیار انګېزه ورکوله او د خپل افغان په درد دردېده او خدمت يې د ځان ویاړ ګاڼه.
د افغان ښځو له وژنو څخه د افغانستان د دښمنانو هدف دا دی چې وېره خوره کړي او په دې ډول سیاسي او ټولنیزو برخو کې د افغان میرمنو د پرمختګ مخه ونیسي، خو په تېرو دولس دیارلسو کلونو کې فعالو افغان مېرمنو په خپلو هڅو او سرښندنو سره دا وښوده چې هیڅ راز ګواښ هم د دوی د هڅو او فعالیتونو مخه نه شي نیولی او په پوره قوت به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکوي.
د افغانستان دښمنان څه فکر کوي چې انګېزې شينوارې دا فکر هيڅکله نه و کړی چې پخپله دې مبارزه کې به له مخالفتونو، ګواښونو او مرګ سره نه مخ کېږي؟ هغې ګواښونه سنجولي او منلي وو چې د مبارزې ډګر ته راوتې وه. هغه د وېرې موجود نه وه، د هغې په مخ کې د هلمند ښځینه پولیسه اسلام بي بي د هغې ځای ناستې نګار، د لغمان د ښځو د ریاست سرپرسته ناجیه صدیقي او د دې ادارې مخکینۍ رییسه حنیفه صافۍ د افغانستان د دښمنانو له خوا وژل شوې وې. که هغې له ګواښونو او مرګه وېره لرلای بیا به يې له خپلې مبارزې سره لا پخوا مخه ښه کړې وای. نورې فعالې افغان ښځې هم د مبارزې همدغسې روحیه لري او هیڅوک به يې هم په مرګ د ګواښ له لارې له خپلو هڅو راونه ګرځوي. خو دغسې يو هوډ ملاتړ ته اړتیا لري، امنيتي ملاتړ ته. د افغانستان امنیتي ارګانونه باید د افغان ښځو دغو پاکو احساساتو ته په پام سره د دوی د امنیت ساتلو او امنیتي اقداماتو غم وخوري او پرېنږدي چې د افغانستان دښمنان په اسانۍ، مبارزې افغانانې له منځه یوسي. ولس له خپلو امنيتي ارګانونو غواړي چې تر پخوا لا زیات خپلو داسې هڅو او دندو ته متوجه و اوسي.
انګېزه لاړه، خو سرښنده يې د نورو افغان ښځو لپاره خلکو او وطن ته د مبارزې يوه نوې انګېزه شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

