ads

ويسټنډيز پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن ويسټنډيز، پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، د پاكستان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن ويسټنډيز، […]

نویسنده: TKG
2 کب 1393
ويسټنډيز پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن ويسټنډيز، پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، د پاكستان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د ۲۰۱۵ ميلادي کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن ويسټنډيز، پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه.

د دې لوبې پچه، د پاكستان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د ويسټنډيز لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۰ منډې وكړې او د پاكستان لوبډلې ته يې د ۳۱۱ منډو هدف كېښود.

د پاكستان لوبډلې دغه هدف پوره نشواى كړاى او ټوله لوبډله په ۳۹ اورونو كې د ۱۶۰ منډو په كولو وسوځېده او دغه لوبه يې په ۱۵۰ منډو ويسټنډيز ته وبايلله.

بايد وويل شي، چې پاكستان د روانې ميلادي مياشتې په ۱۵ مه لومړۍ لوبه هند ته بايللې وه.

اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې وبايلله او سبا به په دويمه لوبه كې له سريلانكا سره د لوبې ډګر ته ووځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA