د افغانستان د معلولينو د كركټ ملي لوبډله د پاكستان د معلولينو له ملي لوبډلې سره د پنځو لوبو د ترسره په هدف دغه هېواد ته رسېدلې ده. دا لوبې د معلولينو د نړيوالو سيالو په ترڅ کې ترسره کېږي.
د افغانستان د معلولينو د كركټ ملي لوبډله د پاكستان د معلولينو له ملي لوبډلې سره د پنځو لوبو د ترسره په هدف دغه هېواد ته رسېدلې ده.
دا لوبې د معلولينو د نړيوالو سيالو په ترڅ کې ترسره کېږي.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې دا لوبې نن پيلېږي او افغان لوبډله به له پاكستانۍ لوبډلې سره درې شل اوريزې او دوه يو ورځنۍ لوبې وكړي.
د يادونې وړ ده، چې كركټ په افغانستان كې په حيراوونكي ډول وده كړې او په دې برخه كې برياليتوبونه د افغانستان د سپورټ په تاريخ كې بې ساري دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


