د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، انګلستان ته ماتې وركړه. د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، انګلستان ته ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د انګلستان لوبډلې په ۳۳ اعشاريه ۲ اورونو كې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۲۴ منډې هدف وټاكه، خو د نيوزيلنډ لوبډلې دغه هدف په ۱۲ اعشاريه ۲ اورونو كې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او سيالې لوبډلې ته يې په ۸ وېكټو ماتې وركړه.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ د بنګله دېش په وړاندې وبايلله او د راتلونكې يكشنبې په ورځ به په دويمه لوبه كې له سريلانكا سره د لوبې ډګر ته ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


