ads

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه وبايلله

د کرکټ د ۲۰۱۵ميلادي كال د نړيوال جام د لوبو په لړ كې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې وبايلله. د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.   د کرکټ د ۲۰۱۵ميلادي كال د نړيوال جام د لوبو په لړ […]

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1393

د کرکټ د ۲۰۱۵ميلادي كال د نړيوال جام د لوبو په لړ كې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې وبايلله. د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

 

د کرکټ د ۲۰۱۵ميلادي كال د نړيوال جام د لوبو په لړ كې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې وبايلله.
د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلمشر وګټله او په خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.
د بنګله دېش لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۷ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې ۲۶۸ منډو هدف وټاكه، خو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۲ اعشاريه ۵ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې كړې او لوبه يې د ۱۰۵ منډو په توپير وبايلله.
د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د فبرورۍ په ۱۴مه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شوې او د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې په كې برخه لري.
افغان لوبډله به خپله دويمه لوبه د راتلونكې يكشنبې په ورځ د سريلانكا په وړاندې ترسره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA