ads

نيوزيلنډ، سكاټلنډ ته په درېيو وېكټو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، سكاټلنډ ته ماتې وركړه.د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د كوربه لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1393
نيوزيلنډ، سكاټلنډ ته په درېيو وېكټو ماتې وركړه

د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، سكاټلنډ ته ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د كوربه لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د ۲۰۱۵م کال د کرکټ د نړيوال جام  سياليو په لړ کې نن نيوزيلنډ، سكاټلنډ ته ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه، چې په نيوزيلنډ كې ترسره شوه؛ د كوربه لوبډلې لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د سكاټلنډ لوبډلې په ۳۶ اعشاريه ۲ اورونو كې د خپلو ټولو  لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۱۴۳ منډې هدف وټاكه، خو د نيوزيلنډ لوبډلې دغه هدف په ۲۴ اعشاريه ۵ اورونو كې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او سيالې لوبډلې ته يې په ۳ وېكټو ماتې وركړه.
اسټراليا او نيوزيلنډ د کرکټ د نړيوال جام سياليو، چې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې؛ کوربانه دي او په دې سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۴هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د بنګله دېش په وړاندې ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA