ads

د پكتيا حکومتي ادارې د برېښنا ریاست پوروړې دي

د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې حکومتي ادارې يې له شپږ مليونه افغانیو زیاتې پوروړې دي، خو څوک یې پورونه نه ورکوي. د دغه ریاست مسوولین وايي چې د ګڼو حکومتي ادارو له لوري د دوی د پورونو نه ورکړې په دغه ولایت کې د برېښنا په برخه کې د پرمختګ مخه نیولې […]

نویسنده: TKG
27 سلواغه 1393
د پكتيا حکومتي ادارې  د برېښنا ریاست پوروړې دي

د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې حکومتي ادارې يې له شپږ مليونه افغانیو زیاتې پوروړې دي، خو څوک یې پورونه نه ورکوي. د دغه ریاست مسوولین وايي چې د ګڼو حکومتي ادارو له لوري د دوی د پورونو نه ورکړې په دغه ولایت کې د برېښنا په برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.

 

د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې حکومتي ادارې يې له شپږ مليونه افغانیو زیاتې پوروړې دي، خو څوک یې پورونه نه ورکوي. د دغه ریاست مسوولین وايي چې د ګڼو حکومتي ادارو له لوري د دوی د پورونو نه ورکړې په دغه ولایت کې د برېښنا په برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.
د پکتیا د برېښنا رئيس انجنير محمد اصف نيازی وايي چې په پکتیا کې یې دولتي اداري شپږملیونه ۲۶۰ زره او ۲۲۲ افغانۍ پوروړې دي:(( په داسې حال کې دغه حکومتي ادارې زموږ قرضداره دي چې هرې ادارې ته هره میاشت د برېښنا د تحویلۍ ځانګړې بودجه ورکول کېږي.)) انجنیر نیازی وايي چې په ځلونو ځلونو یې له پوروړو حکومتي ادارو څخه د رسمي مکتوبونو په ذریعه غوښتي چې د دوی پورونه ورکړي، خو په خبره یې تراوسه نه دي توانیدلې چې خپلې پیسې راوباسي. نیازی وړاندې وايي چې ځینې ادارې یې له تېرو څو کلونو راهیسې پورړوې دي، مګر د پورونو د خلاصولو اراده نه لري.
بلخوا د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم مني چې یو شمېر ادارې د برېښنا رياست پوروړې دي او دوی د دغو پورونو د ورکړې په خاطر په خپلو اوونیزو غونډه کې د اړوندو ادارو له رئیسانو سره دا موضوع شریکوي:(( يوازې د برېښنا رياست نه دى، بلكې د دې تر څنګ د ښاروالۍ له ادارې هم ځينې نورې ادارې پوروړې دي.)) د مرستیال والي عبدالولي سهي په خبره که چېرې دا پورونه ادا شي؛ نو د برېښنا ریاست او ښاروالۍ په ادارو کې به ګڼې ستونزې اوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د برېښنا څلور دستګاوې فعاله دي چې شاوخوا ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي. دا برېښنا پر حکومتي ادارو سربېره د ګردیز ښار ۲۴۰۰ کورنیو ته هم برېښنا ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو ته د برېښنا د لېږدولو ابتدایي کارونه پیل شوي او تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به د دې ولایتونو اوسیدونکي له برېښنا څخه ګټه واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA