د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د ايرلنډ ملي لوبډلې ويسټنډيز ته په ۴ وېكټو ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې د ويسټنډيز لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د ۷ لوبغاړو
د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د ايرلنډ ملي لوبډلې ويسټنډيز ته په ۴ وېكټو ماتې وركړه.
د دغې لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه، چې د ويسټنډيز لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۰۵ منډو هدف كېښود.
د ايرلنډ لوبډلې دغه هدف په ۴۵ اعشاريه ۵ اورونو كې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او سيالې لوبډلې ته يې په ۴ وېكټو او ۲۵ توپونو ماتې وركړه.
بايد وويل شي، چې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د روانې ميلادي فبرورۍ مياشتې په ۱۴ مې په استراليا او نيوزلنډ كې پيل شوي، چې افغانستان به د رورانې فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


