د كندوز د كليو او پراختيا رياست وايي، چې په تېر يوه كال كې يې د دې ولايت په مركز او ولسواليو كې ۴۳۵ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي. د كندوز د کلیو او پراختیا رئیس صبغت الله نظري کلید ته وویل، دغه ۴۳۵ پروژې په بېلابېلو برخو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د كندوز د كليو او پراختيا رياست وايي، چې په تېر يوه كال كې يې د دې ولايت په مركز او ولسواليو كې ۴۳۵ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.
د كندوز د کلیو او پراختیا رئیس صبغت الله نظري کلید ته وویل، دغه ۴۳۵ پروژې په بېلابېلو برخو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
نظري زیاته کړه، په دغو ټولګټو پروژو باندې ۷۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کلیو او پراختیا وزارت لخوا ورکړل شوي دي.
نظري وایي، چې په یادو پروژو کې د سړکونو رغول، د ښوونځیو جوړول، د اوبو د کانالونو رغونه او بیا کیدندنه، د پاکو اوبو د څاه ګانو ویستل، د پلونو او پلچکونو جوړول، د استنادي دېوالونو او سیمه ییزو شوراګانو ته د ودانیو جوړل شامل وو.
د نوموړي په وينا، د یادو پروژو په پلي كولو سره د كندوز ولایت په کلیو او بانډو کی ډېرو اوسېدونکو ستونزو ته د پای ټکى اېښودل شوی دی او څه باندې ۲۰۰ زرو وګړو د دې پروژو ورڅخه ګټه پورته کړې ده.
په ورته وخت كې د كندوز ولایت د سیمه ییزو شوراګانو مشران خوښ دی او وایي، هغه ټولګټې پروژې، چې په کلیو او بانډو کې تطبيق شوې دي د دوى لپاره ډېرې ګټورې دي.
د خان اباد ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر ضیاالحق وایي، د کلیو او پراختیا ریاست ټولګټو پروژو د سیمو اوسېدونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د كندوز ولایت د کلیو او پراختیا رئیس وایي، دوی پلان لري، چې په راتلونکي ۱۳۹۴ كال کې په دې ولايت كې د یو ملیارد او دوه سوه میلیونو افغانیو په ارزښت د څه باندې ۷۰۰ ټولګټو پروژو کار پیل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


