د پاکستان په پېښور ښار کې د شيعه ګانو په یوه جومات کې د ځانمرګو بریدونو له کبله ۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه تېره ورځ د جمعې له لمانځه وړاندې د حیات اباد ښارګوټي په پنځم فيز سيمې کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان په پېښور ښار کې د شيعه ګانو په یوه جومات کې د ځانمرګو بریدونو له کبله ۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېره ورځ د جمعې له لمانځه وړاندې د حیات اباد ښارګوټي په پنځم فيز سيمې کې رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې څلور ځانمرګي بریدګر د جومات په دیوالونو اوښتي وو او د خلکو په مینځ کې یې ځانونه الوځولي دي.
د پېښور د پولیسو چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوی او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي.
تېره اونۍ د سیند ایالت اړونده د اهل تشیع په یوجومات کې د چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


