ads

د پوهنې د سيسټم ناانډوله پرمختګ

په تېرو دیارلسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د پوهنې سيسټم د پرمختګ او پراخوالي لپاره خورا زیاتې مرستې کړې دي. په دغو کلونو کې تر لسو زرو زیات ښوونځي پرانيستل شوي او اوسمهال نږدې یوولس نیم ميلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي. په تېرو دیارلسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د پوهنې […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1393
د پوهنې د سيسټم ناانډوله پرمختګ

په تېرو دیارلسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د پوهنې سيسټم د پرمختګ او پراخوالي لپاره خورا زیاتې مرستې کړې دي. په دغو کلونو کې تر لسو زرو زیات ښوونځي پرانيستل شوي او اوسمهال نږدې یوولس نیم ميلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د پوهنې سيسټم د پرمختګ او پراخوالي لپاره خورا زیاتې مرستې کړې دي. په دغو کلونو کې تر لسو زرو زیات ښوونځي پرانيستل شوي او اوسمهال نږدې یوولس نیم ميلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته ځي.

خو له دغه پرمختګ او پراختیا سره سره ځینې افغانان د پوهنې له اوسني سيسټم څخه خوښ نه دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت استازې ډاکټر فاطمه عزیز وايي، په یو درسي وخت کې یوازې دوه یا درې ساعته درس لوستل کېږي، حال دا چې پخوا به ماشومانو د سهار له ۸ نه تر یوې بجې پورې درس ویلو، خو نن ۷ بجې ښوونځي ته ځي او ۹ بجې بېرته راځي، ۹ بجې ځي او یوه بجه بېرته راځي.

د نوموړې په وينا، په ښوونځيو كې درسي ساعتونه لنډ شوي دي.

هغه زياتوي، په ټول هېواد كې د پوهنې سيسټم ناانډوله پرمختګ كړى: (( په یو ولایت کې د ۲۵ زده كوونكو لپاره یو ښوونکى ګومارل شوی، خو زما په ولایت کې د ۴۸ زده کوونکو لپاره یو ښوونکى شته، په تېرو دیارلسو کلونو کې له نړیوالو مرستو نه د افغانانو د تمې برابر استفاده نه ده شوې، هغه لاس ته راوړنې چې باید معارف لرلى، نن يې په خواشینۍ سره نه لري))

د ښوونکو په توګه د غیر مسلکي کسانو ګومارل هغه بله لويه ستونزه ده چې په افغانستان کې يې ښوونه او روزنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

د ولسی جرګې پخوانى غړی معین مرستیال وايی، هغه کسان چې د پوهنې په سيسټم کې کار کوي؛ باید سل په سلو کې مسلکي کسان وي، خو په وينا يې، داسې نه دي شوي.

نوموړى زياتوي، په تېرو دیارلسو کلونو كې په ياده برخه كې ستونزې ډېرې وې: ((هر وزیر د خپلې سلیقې برابر او د مذهبي، سمتي او قومي اړیکو پر بنسټ هغه کسان ګومارلي چې وزیر فکر کاوه ورته به ګټور ثابت شي، او هر هغه څوک چې د وزیر د سلیقې برابر نه و؛ هغه له کاره ګوښه کړای شوی دی.))

د معين مرستیال په وینا، دا د افغان زده کوونکو په وړاندی لوی ظلم دی چې د هغه چا په لاس روزل کېږي چې په خپل کار کې مسلکي نه دى.

هغه وايي، د افغانستان د پوهنې سيسټم باید سیاسي نه وي.

له هېواده بهر د درسي ناقصو کتابونو چاپ، د واحد تعلیمي نصاب نه شتون، د پوهنې په وزارت کې د پراخ اداري فساد شتون، زده کوونکو ته د کتابونو نه رسېدل، په ښوونځيو کې د لابراتوارونو نه شتون او يو شمېر نورې هغه ستونزې دي چې د پوهنې وزارت يې غبرګون ته اړ کړی دی.

د دې وزارت ویاند او د نشراتو رئيس کبیر حقمل په بهر کې د کتابونو د چاپ خبره ردوي او وايي، په تېرو ديارلسو كلونو كې د پوهنې له وزارت سره نړیوالې مرستې كافي نه وې.

نوموړى د پوهنې وزارت تر ټولو لويه ستونزه د بودجې کموالى ګڼي: ((هغه څه چې تاسو ورته غټې پيسې وايئ داسی څه  نه وو چې د معارف ټولې ستونزې دې حل کړي، موږ د یو زده كوونكي په سر د كال ۶۹ ډالره لګوو، له کتابه نیولې د ښوونكي تر معاشه، د ودانۍ تر جوړولو، دا زموږ بودجوي حالت دى.))

حقمل زياتوي، كله چې دوى په کلنۍ بودجه کې د ۳۰۰۰۰ ښوونكو د استخدام بودجه غواړي، دوى ته د ۵۰۰۰ کسانو لپاره پيسې ورکول کېږي او په وينا يې، په دغو پیسو دوى خپل هدف نه شي ترلاسه كولى.

اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۷۴۰۰ ښوونځي شته چې ۴۸ فيصده يې اړینې او د زده كړې لپاره مساعدې ودانۍ نه لري.

د پوهنې وزارت هر کال ۱۰۰۰ ښوونځي پرانیزي چې ډېری يې تر خېمو لاندی یا په کرایی کورونو کې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA