ads

د كركټ د نړيوال جام لوبې پيل شوې

د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د افغانستان په وخت نن سهار په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شوې او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي. د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د افغانستان په […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1393
د كركټ د نړيوال جام لوبې پيل شوې

د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د افغانستان په وخت نن سهار په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شوې او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د افغانستان په وخت نن سهار په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شوې او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ ملي لوبډلې د نړىوال جام لوبو ته د چمتووالي په هدف پرون په يوه تمرىني لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله توپوهونه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شوىو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې جوړې کړې او اماراتو ته ىې د ۳۰۹ منډو هدف وټاكه، خو د اماراتو لوبډلې ىاد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله ىې په ۲۹۴ منډو وسوځېدله او افغانستان دا لوبه د ۱۴ منډو په توپىر سره وګټله.

د كركټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې په تمريني لوبه کې له هند نه ماتې خوړلې وه، خو د اسټراليا له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې څخه يې دوه تمريني لوبې ګټلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA