د خوست مرکز متون سیمه کې، نن د شپږو ټولګټو پروژو چې سربندونه، ویالې او استنادي دیوالونه په کې شامل دي، چارې پیل شوې. د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د یادو پروژو د بنسټ ډبرو ایښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، د سیمې د اړتیاوو او غوښتنې پر بنسټ
د خوست مرکز متون سیمه کې، نن د شپږو ټولګټو پروژو چې سربندونه، ویالې او استنادي دیوالونه په کې شامل دي، چارې پیل شوې.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د یادو پروژو د بنسټ ډبرو ایښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، د سیمې د اړتیاوو او غوښتنې پر بنسټ یې د نړیوال بانک پاملرنه را جلب کړه او د اوبو او برېښنا وزارت یې د تطبیق په برخه کې کار کولو ته وهڅوه.
نوموړی وايي، د دې ټولو پروژو په جوړېدو سره به یې د سیمې نیږدې ۱۱ نیم زره جریبه کرنیزه ځمکه له یوه لوري له سېلابي اوبو خوندي او بلخوا په منظم ډول خړوبه شي.
نعیمي زیاته کړه، د دې پروژو چارې به د شپږو او اتو میاشتو ترمنځ وخت كې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
سیمه ییز اوسېدونکي هم د دې اساسي پروژو د کار پر پیلېدو خوښي څرګندوي.
قومي مشر حاجي شریف الله وايي، پخوا یې کرنیزې ځمکې شاړې پرتې وې، چې اوس یې د ټولو زیانونو د مخنیوي لپاره کار پیل شو.
نوموړی ژمنه کوي، چې د پروژو په سم تطبیق کې به د دې سیمې خلک همکاري کوي.
خوست سره د دې چې کرنیز ولایت دی، خو زیاتو خوړونو او باراني اوبو د کرنیزو ځمکو په تخریب کې ډېر رول لوبولی دی.
د یادونې وړده، دا په تېرو نیږدې ۱۳ کلونو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې اولنۍ پروژې دي، چې په خوست کې یې چارې پیلیږي.


