ads

په اسلام اباد کې د ټاپي د پروژې پر سر خبرې نن هم دوام لري

په اسلام اباد كې د ټاپي يا له تركمنستان څخه افغانستان، پاكستان او هند ته د ګازو نلليكې د غځولو پروژې د عملي كار د پيلېدو په اړه غونډه نن هم دوام لري. په اسلام اباد كې د ټاپي يا له تركمنستان څخه افغانستان، پاكستان او هند ته د ګازو نلليكې د غځولو پروژې د […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1393

په اسلام اباد كې د ټاپي يا له تركمنستان څخه افغانستان، پاكستان او هند ته د ګازو نلليكې د غځولو پروژې د عملي كار د پيلېدو په اړه غونډه نن هم دوام لري.

په اسلام اباد كې د ټاپي يا له تركمنستان څخه افغانستان، پاكستان او هند ته د ګازو نلليكې د غځولو پروژې د عملي كار د پيلېدو په اړه غونډه نن هم دوام لري.

دا غونډه پرون پيل شوې او په كې د افغانستان د كانونو او پټروليم پر وزير سربېره د تركمنستان، پاكستان او هند اړوند وزيران هم ګډون لري.

د كانونو او پټروليم وزارت وياند رفيع صديقي نن سهار كليد ته وويل، چې د دې غونډې له پاى ته رسېدو وروسته به لاسته راوړنې له رسنيو سره شريكې كړي.

نوموړي هغه رپوټونه رد كړل، چې ګواكې په اسلام اباد کې د ټاپي د ګازو د پروژې پر سر څلور اړخيزې خبرې پرون بې نتيجې پای ته رسېدلې دي.

ويل کېږي، چې د ټاپي پروژه نږدې لس ميليارده ډالر  لګښت غواړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA