د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز او لسو ولسواليو کې د ځوانانو او مدني فعالانو له لوري د کانکور د تياري وړيا کورسونه جوړ شوي چې زده کوونکي ترې راضي برېښي.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز او لسو ولسواليو کې د ځوانانو او مدني فعالانو له لوري د کانکور د تياري وړيا کورسونه جوړ شوي چې زده کوونکي ترې راضي برېښي.
په دې کورسونو کې د ښوونځي د نصاب تر څنګ د انګليسي او کمپيوټر ځانګړي کتابونه هم تدريسېږي. د دغو کورسونو اکثريت ګټه اخستونکي بېوزله زده کوونکي دي، خو مالي لګښت ورکوونکي یې سوداګر او د خير ښېګڼې ټولنيز فعالان دي.
د پکتيا زده کوونکي وايي، پخوا به يې ژمی په کور کې بې له کوم مسووليت او زده کړې تېراوه، خو اوس چې ورته د کلي په ښوونځي کې د ژمنيو کورسونو زمينه برابره شوې، نو ډېر څه به زده کړي.
په دې کورسونو کې د ((تېرې د ځوانانو ټولنې)) په څلورو ښوونځيو کې ژمني وړيا کورسونه جوړ کړي چې شپږ سوه زده کوونکي په کې د کانکور تر څنګ راتلونکي تعليمي کال ته اماده ګي نيسي.
ځونډي ګل د ګردېز اړوند د تېرې کلي اوسېدونکی د دې كورسونو په اړه وايي:(( پخوا به مو ژمی په عبث کارونو تېراوه، خو اوس په کې د کانکور اماده ګي نيسو، موږ هغه څه چې په ښوونځي کې زده کول، دلته يې هم زده کوو، ډېر څه مو زده کړي دي.))
عبدالله خان هم ورته خبره کوي او وايي، د دې وس يې نه لاره چې په شخصي کورسونو کې زده کړه وکړي:(( پخوا به زموږ اکثريت زده کوونکي ننګرهار، خوست او کابل ته د کانکور په اماده ګۍ پسې تلل، خو په دې کې به بې وسه او غريبان په کور پاتې کېدل، اوس هر څوک کولای شي، په دې وړيا کورسونو کې زده کړه وکړي.))
مدني فعالان هم د ژمنيو وړيا کورسونو ستاينه کوي او وايي چې په تېرو کلونو کې به زده کوونکو ژمي يوازې په خوشې کارونو تېراوه، خو نور به په ژمي کې هم زده کړې کوي چې له يوې خوا به يې په دې سره د زده کړې بهير نه ټکنی کېږي او له بلې خوا به د کانکور د ازموينې په اړه هم مخکې له مخکې معلومات اخلي.
سردارولي ورين يو هغه ځوان دی چې د ژمنيو کورسونو په جوړولو کې يې فعاله ونډه لرلې ده. دی وايي:((په ژمي کې زموږ د زده کوونکو د زده کړې بهير دريږي، خو اوس چې دا کورسونه جوړ شوي، له دې وروسته به انشاالله ټول کال زده کوونکي په زده کړه بوخت وي))
ورين وړاندې وايي، پخوا به يوازې د شتمنو اولادونو د کانکور د اماده ګۍ کورسونه لوستلی شول، خو اوس ټول زده کوونکي کولای شي چې کانکور ته اماده ګي ونيسي او د خپلې خوښې پوهنځي ته د لار موندو چانس پيدا کړي:((په دې کورسونو کې کيميا، رياضي، فزيک، بيالوژي، هندسه، مثلثات او ديني علومو ته لومړيتوب ورکړل شوی او په دويم قدم کې انګليسي او کمپيوټر هم ورښودل کېږي.))
د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين هم د ځوانانو او مدني ټولنو له لوري د ژمنيو کورسونو ايجادول، په زړه پورې يادوي او وايي، دوی به ورسره د وس تر بريده مرسته کوي. ناصر حکمت د پکتيا د پوهنې رياست اداري مرستيال وايي چې د ښوونځيو ودانۍ يې د ژمنيو کورسونو د سمبالوونکو په واک کې ورکړې او تر څنګ ورسره د قرطاسيې مرسته هم کوي. نوموړی همداراز وړاندې وايي، د ځوانانو او مدني ټولنو له لوري پيل شوی دا حرکت د معارف د پياوړتيا په برخه کې پام وړ دی او دوی به يې تر وسه ملاتړ کوي. حکمت زياتوي: ((دا حرکت زموږ د معارف له پياوړتيا سره ډېره مرسته کوي، موږ د دوی په هره برخه کې ملاتړي يو او انشاالله دا کورسونه به ښه نتيجه ورکوي))
دا مهال د پکتيا په مرکز ګردېز، څمکنيو، ځاځي اريوب، احمد خېلو، لجه منګل، سيدکرم، احمدابا، ډنډ پټان، جاني خېلو او زرمت ولسواليو کې ګڼ شمېر کورسونه ايجاد شوي چې زرګونه زده کوونکي په کې وړيا ژمنۍ زده کړې کوي.
په دې کورسونو کې اکثريت زده کوونکي د دولسم، يوولسم او لسم ټولګیو زده کوونکي دي، خو د متوسطې دورې اکثريت زده کوونکي هم ترې برخه من دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


