ads

په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د لوى سربند د جوړېدو چارې پيل شوې

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د ولايتي ادارې په هڅه او د سيمې د خلکو د غوښتنې سره سم د يو لوى سربند د جوړېدو چارې پيل شوې. د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د ولايتي ادارې په هڅه او د سيمې د خلکو د غوښتنې […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1393
په اسماعيل  خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د لوى سربند د جوړېدو چارې پيل شوې

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د ولايتي ادارې په هڅه او د سيمې د خلکو د غوښتنې سره سم د يو لوى سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د ولايتي ادارې په هڅه او د سيمې د خلکو د غوښتنې سره سم د يو لوى سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي وويل، دغه سربند ٧٠متره اوږدوالى لري چې د نړيوال بانک په مالي مرستې سره د دولت په چوکاټ کې د يوولس ميليونو، اوه سوه څلور اويازره، نهه سوه دېرش افغانيو په مالي لګښت سره جوړېږي، چې په ١٣مياشتو کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

والي زياته کړه، د دغه سربند او لوى استنادي دېوال په جوړېدو سره به په نوموړې ولسوالۍ کې دوه زره دوه سوه ٢٢٠٠ جريبه ځمکه په منظمه توګه خړوبه شي او په زرګونو جريبه ځمکه به د سېلابونو له خطره وژغورل شي.

په ورته وخت كې د سيمې څو تنو مخورو د خپلو خبرو پرمهال په ياده سيمه کې د لوى سربند د کارونو پر پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دې سره به یې کرنیزې چارې پراختیا ومومي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA