د پکتيا په يو شمېر کليو کې د ځنګلونو د وهل کېدو مخنيوی د قومي تړون په اساس شوی او دې ته خلک اميدوار دي چې په نږدې راتلونکې کې به له ځنګلونو لغړ شوي غرونه يو ځل بيا په شنو ونو وپوښل شي، خو تر څنګ يې تړون کوونکي ځوانانو ته د مناسب کار او د حکومت د نورو عامه خدمتونو د زياتېدو غوښتنه هم لري.
د پکتيا په يو شمېر کليو کې د ځنګلونو د وهل کېدو مخنيوی د قومي تړون په اساس شوی او دې ته خلک اميدوار دي چې په نږدې راتلونکې کې به له ځنګلونو لغړ شوي غرونه يو ځل بيا په شنو ونو وپوښل شي، خو تر څنګ يې تړون کوونکي ځوانانو ته د مناسب کار او د حکومت د نورو عامه خدمتونو د زياتېدو غوښتنه هم لري.
دا تړونونه د پکتيا په ځاځي اريوب او څمکنيو ولسواليو کې شوي دي چې پر اساس يې د طبيعي ځنګلونو يوه لويه برخه ژوندۍ او په خپل حال پاتې ده.
يادې دوه ولسوالۍ د منډه هېر او منده خېلو په نوم مشهور ځنګلونه لري چې وروستيو قومي تړونونو يې ونې له وهلو ژغورلې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، که حکومت خلکو ته مناسب روزګار برابر کړي؛ نو شونې ده چې د پکتيا ځنګلونه يو ځل بيا پخوانۍ منظرې جوړې او له شنو مېوه دارو ونو ډكې شي.
د پکتيا اوسېدونکي د شتو ځنګلونو د ساتنې او احداث يوازينۍ لاره د حکومت له لوري د داسې ټولګټو چارو پيلول بولي چې ځوانانو ته په کې دوامدار کار پيدا شي او خلکو ته اقتصادي ګټې ولري.
حاجي سخي جان چې د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې د دوى اکثره ځوانان وزګار ګرځي: (( د ګټې وټې هېڅ شی نشته. موږ تړون کړی چې د ځنګل شنې ونې به نه وهو، خو چې مجبوريت راشي خلك كله شنې ونې پريږدي، دولت بايد د دې ځوانانو چاره وكړي.))
د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مخور حاجي امان الله هم ورته خبره کوي او وايي، دلته امنيت هم د خلکو د همکارۍ نتيجه ده او که له خلکو سره همکاري وشي؛ نو وهل شوي ځنګلونه به دوباره را شنه شي: (( دم ګړۍ ستونزه دا ده چې د خلكو همكاري شته، خو له خلكو سره د دولت هېڅ همكاري نشته.)
حاجي سدو د پکتيا يو بل قومي مشر بيا تړونونه لانجمن هم ګڼي او وايي چې ځينې وخت دا ډول تړونونه ځكه زيانمن وي چې ځينې کسان قومي تړون ماتوي او نور يې ناغه کوي؛ نو پر دې اساس شخړې ترې پېښېږي.
خو د پکتيا ولايتي چارواکي د ځنګلونو د ساتنې او احيا په برخه کې د خلکو اقتصادي ژوند ته د حکومت پام اوښتل ډېر مهم بولي.
د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انجنير ذبيح الله حسن زی وايي:(( که د ځنګلونو په دوباره احيا کولو باندې پانګونه وشي؛ نو له يوې خوا به ځوانان په کې بوخت شوي وي او له بلې خوا به له ونو لغړ غرونه شنه شوي وي.)) حسن زي وړاندې وويل: (( زه د خپلې ادارې په استازيتوب وايم چې خلکو ته بايد خامخا د کار زمينه برابره شي او موږ هم په دې هڅه کې يو چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې وکړو.))
د ده په خبره، دوى هڅه کوي، چې خلکو ته د كار زمينه مساعده كړي: (( موږ غواړو چې د خلكو د روزګار لپاره د چرګانو فارم جوړ کړو او دا به ډېر موثر ځکه وي چې خلکو ته دوامدار کار و بار په كې پيدا کېږي.)) خو د يادې سرچينې په خبره، د مچيو ساتلو فارمونه هم موثر تمامېدای شي: (( په دې كار سره به د ځنګلونو د دوباره احيا لپاره کار وشي، دا به ډېره مهمه وي.))
نوموړی وړاندې وايي، که چېرته افغان حکومت ولسي خلک د ځنګلونو ساتنې او د ونو اېښودو ته وهڅوي؛ نو طبيعي ځنګلونه دوباره رغېدای شي:(( موږ له وزارته غواړو چې د خلکو د تشويق لپاره ځانګړي اقدامات وکړي، تر څو خلک خپله د خپلو طبيعي منابعو ساتنه وکړي.))
د پکتيا لويه برخه غرونو نيولې او دا غرونه تر درې لسيزو وړاندې په طبيعي ونو پوښلي وو، خو د ۱۳۵۷ لمريز کال را په دې خوا د پکتيا ځنګلونه هم تر ډېره د اور خوراک شول.
د کرنې رياست د معلوماتو په اساس د دې ولايت نږدې ۷۵فيصده، ځنګلونه وهل شوي او پاتې هغه يې هم د وهلو انتظار باسي.
د سيمې د اوسېدونکو او کار پوهانو په نظر که د ولسي خلکو د ګټې وټې بله سرچينه پيدا نه شي؛ نو ممکن په نږدې راتلونکي کې د پکتيا پاتې ځنګلونه هم له منځه ولاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


