ads

د ننګرهار په تفریح ځایونو کې په نشو روږدو اړولي

په داسی حال کې چې د ننګرهار امنیتي چارواکي وخت ناوخت د نشه يي توکو او په تړاو یې د قاچاقبرو د نیولو خبر ورکوي، خو جلال اباد ښاریان بیا پر نشو د روږدو کسانو زیات شوي شمېر اندېښمن کړي دي .     په داسی حال کې چې د ننګرهار امنیتي چارواکي وخت ناوخت […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1393
د ننګرهار په تفریح ځایونو کې په نشو روږدو اړولي

په داسی حال کې چې د ننګرهار امنیتي چارواکي وخت ناوخت د نشه يي توکو او په تړاو یې د قاچاقبرو د نیولو خبر ورکوي، خو جلال اباد ښاریان بیا پر نشو د روږدو کسانو زیات شوي شمېر اندېښمن کړي دي .

 

 

په داسی حال کې چې د ننګرهار امنیتي چارواکي وخت ناوخت د نشه يي توکو او په تړاو یې د قاچاقبرو د نیولو خبر ورکوي، خو جلال اباد ښاریان بیا پر نشو د روږدو کسانو زیات شوي شمېر اندېښمن کړي دي .

د جلال اباد اوسېدونکي وايي، د ښار هغه سیمې چې د عامو وګړو د تګ راتګ، ناستې ولاړې او تفریح لپاره ځانګړې شوې، اوس په کې ډله ډله نشه یان تر سترګو کیږي.

د چپرهار زړه هډه، د بهسودو کمپونه، انګور باغ ته د غځېدلې سړک غاړې، د سراج العمارت او امیر شهید بڼونه هغه ځایونه دي چې اوس د نشه یانو  په دېرو بدل شوي.

خو  په نشو روږدي کسان بیا حکومت ګرموي چې د دوی د درملنې لپاره یې لازم اقدام نه دی او دوی له بدې ورځې یو او بل ځای پراته او دېرې یې جوړې کړې دي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی سیداګل همدا خبره کوي. نوموړی کابو شل کاله کېږي چې نشه کوي، دی وايي چې د معتادینو په نوم روغتون په جلال اباد ښار کې موجود دی، خو په خبره یې نه په کې درمل شته او نه هم په کې بستر موندل کېږي:(( تشه شفاخانه به څه کړو، چې ورشو یا په کې بستر نه وي او یې دوا نه وي.))

د لغمان اوسېدونکی وحیدالله بیا له تېرو څلورو کلونو راهسې نشه کوي، دی وايي چې دولت په لاسي توګه د نشه یانو ډېرېدو ته لار خلاسه کړې:(( که مثلا ساقیان ونیول شي او اعدام شي، نشه يي توکي په ښار کې خرڅ نه شي، خپله به د نشه يانو مخه ونيول شي، خو دولت دا کار نه کوي او تاسې په موږ پسې راځئ چې دلته او یا هلته ولې پراته یاست.))

پر نشه یانو سربېره امیر شهید بڼ ته ډېری محصلین هم د مطالعې لپاره ورځي. دا محصلین هم حکومتي ادارې ملامتوي چې له نشې څخه یې د ځوانانو د ژغورلو لپاره څه نه دي.

د اتل په نوم د ننګرهار پوهنتون یو محصل وايي: ((موږ دې بڼ ته د درس لپاره راځو، خو دا ځای اوس د نشه یانو په مرکز بدل شوی، دوی تباه کېږي، حکومت یې باید غم وخوري.))

اتل وړاندیز کوي چې په نشو د نورو ځوانانو د روږدېدو د مخنیوي په خاطر باید د عامه پوهاوي پرواګرامونه پراخ او د نشه يي توکو پلورونکي ونیول شي (( زما په نظر حکومتي کړۍ د نشه يي توكو له پلورونکو سره لاس لري، که نه نو؛ په نشو روږدي کسان یې څنګه پیدا کولی شي او پولیس یې نه شي پيدا كولى، دا نو د حیرانۍ خبره ده.))

د ننګرهار امنیتي چارواکي بیا وايي چې په تیره یو کلنه موده کې يې سلګونه ټنه نشه يي توکو او په تړاو یې لسګونه قاچاق وړونکي نیولې دي. دا خبرې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کړې دي، هغه وايي:(( موږ په ټول ننګرهار کې په تېر یوه کال کې له ۵۰۰ ټنه زیات نشه يي توکي او لسګونه قاچاقبر نیولي، په ښار کې مو هم لسګونه د نشه يي توکو پرچون فروشان نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلې دي.))

د امنیه قومندانۍ یاد چارواکي دغه راز د نشه يي توکو پر ضد په مبارزه  کې د ولسونو رول مهم یاد کړ او د ولسونو د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. د مشرقیوال په خبره، د ښار او ولسوالیو کنټرول او د ټولو ګډوډیو او ناقانونیو مخنیوی د پولیسو دنده ده، خو دا دنده د ولسونو له همکارۍ پرته نیمګړې ده.

د چارو کارپوهان بې وزلي، ځوانانو ته د کاري زمینې نه برابرېدل، د سواد د کچې کموالی او په ښکاره توګه د نشه يي توکو پېر او پلور پر نشه د روږدو کسانو د شمېر د ډېروالي علتونه په ګوته كوي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د وروستیو معلوماتو پربنسټ په افغانستان کې ۱.۵ ملیونه وګړي په نشه يي توکو اخته دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA