ads

امریکا كې يوه تن ۳ مسلمانان ووژل

د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې یوه تن درې عرب الاصله امریکايي مسلمانان په خپل کور کې په ډزو ووژل. د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې دوه یې ښځه او مېړه وو، چې د چپل هیل ښار پوهنتون کې د ستوماتولوژي یا غاښونو طب پوهنځي محصلین وو او د د امریکا په […]

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1393
امریکا كې يوه تن ۳ مسلمانان ووژل

د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې یوه تن درې عرب الاصله امریکايي مسلمانان په خپل کور کې په ډزو ووژل. د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې دوه یې ښځه او مېړه وو، چې د چپل هیل ښار پوهنتون کې د ستوماتولوژي یا غاښونو طب پوهنځي محصلین وو او د

د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې یوه تن درې عرب الاصله امریکايي مسلمانان په خپل کور کې په ډزو ووژل.

د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې دوه یې ښځه او مېړه وو، چې د چپل هیل ښار پوهنتون کې د ستوماتولوژي یا غاښونو طب پوهنځي محصلین وو او د فلسطیني ماشومانو لپاره یې د مرستو راټولولو یوه خیریه ټولنه جوړه کړې وه.

د چپل هیل ښار پولیس وايي، ۴۶ کلن سټیفن هیک ورته پخپله ځان سپارلی او د وژنو په اړه ترې لا پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

دې خبر په ټولنیزو شبکو کې وروسته تر هغې زور واخیست چې ډېرو امریکايي او نړیوالو رسنیو ورباندی ځانونه غلي کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA