وسله والو نن سهار په قبايلي سيمې مومند اېجنسۍ کې يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى، چې په نتيجه کې يې د مرکز ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
وسله والو نن سهار په قبايلي سيمې مومند اېجنسۍ کې يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى، چې په نتيجه کې يې د مرکز ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
د مومند اېجنسۍ امنيتي چارواکي وايي، وسله والو د اېجنسۍ په يکه غونډ نومې سيمه کې يو روغتيايي مرکز په بمونو الوځولى، چې له كبله يې د دې مرکز ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او په مرکز کې موجوده طبي الاتو ته هم زيان اوښتى دى.
د دوى په وينا، چاودېدونکي توكي له وړاندې په مرکز کې ځاى پرځاى شوي، خو په چاودنه كې د مرکز ډاکټرانو او نورو کارکوونکو ته کوم ځاني زيان نه دى اوښتى.
په مومند اېجنسۍ كې د وسله والو پاکستاني طالبانو او همدارنګه د احرار الهند په نوم د وسله والې ډلې جنګيالي مېشت دي، چې ويل کېږي په افغانستان او پاکستان دواړو کې تروريستي فعاليتونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


