ads

د هلمند ښځې د مرستو په هيله دي

فاطمه نورزۍ د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ يوه فعاله ښځه ده چې په وينا يې، له ديارلسو كلونو راهيسې يې د ښځو د لاسي صنايعو د پراختيا لپاره ډېر كارونه ترسره كړي او د لاسي صنايعو د پراختيا په نوم يې يوه موسسه جوړه كړې ده. فاطمه نورزۍ د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1393
د هلمند ښځې د مرستو په هيله دي

فاطمه نورزۍ د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ يوه فعاله ښځه ده چې په وينا يې، له ديارلسو كلونو راهيسې يې د ښځو د لاسي صنايعو د پراختيا لپاره ډېر كارونه ترسره كړي او د لاسي صنايعو د پراختيا په نوم يې يوه موسسه جوړه كړې ده.

فاطمه نورزۍ د هلمند ولايت د ګرشك ولسوالۍ يوه فعاله ښځه ده چې په وينا يې، له ديارلسو كلونو راهيسې يې د ښځو د لاسي صنايعو د پراختيا لپاره ډېر كارونه ترسره كړي او د لاسي صنايعو د پراختيا په نوم يې يوه موسسه جوړه كړې ده.

نوموړې وايي، دا موسسه يې په خپل مټ او د يو شمېر خويندو په مرسته جوړه كړې او هېچا ورسره مرسته نه ده كړې.

د هغې په وينا، اوس شاوخوا ۵۰ تنه ښځې چې ډېرى يې كونډې دي؛ له دوى سره په كار بوختې دي.

نورزۍ وايي، په هلمند ولايت كې د هغو ښځو لپاره چې اقتصادي كار پيلوي؛ د پور وركولو هېڅ كوم بنسټ نشته او د ضمانت له وركولو سره بيا هم په ښځو څوك باور نه كوي چې پور وركړي، ځكه فكر كوي چې پيسې به يې ژر بېرته ورنكړي.

د توليداتو لپاره د خرڅلاو د بازار نشت هغه څه دي چې د ښځو زياتره سوداګريزې چارې يې له ستونزو سره مخ كړي او يا يې هم په ټپه درولې دي.

د هلمند ولايت سوداګرې ښځې هم له دې ستونزې سره مخ دي.

فاطمه وايي: ((د توليداتو بازار د پاكستاني او تركي جامو واردولو خراب كړى، خو د هلمند د ښځو په لاس ګڼدل شوې بلوڅي غاړې خپل خاص مينه وال او اخيستونكي لري.))

د هغې په وينا، په هلمند ولايت كې د بې سرپرسته ښځو شمېر زيات دى او له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، نو ځكه يا په لاسي ګنډنو بوختې دي او يا هم د كرنې په برخه كې كار كوي.

فاطمه زياتوي چې يو شمېر ښځې په خپلې حوېلۍ كې يوه ټوټه ځمكه كري او د هغې په پيسو خپل ژوند پرمخ وړي.

د نوموړې په خبره، په ګرشك ولسوالۍ كې ښځې د پسونو او چرګانو د ساتلو، غالۍ اوبدلو، لاسي صنايعو او كرنيزو چارو پرمخ وړلو ته لېوالې دي.

هغه وايي: ((په هلمند ولايت كې پنبه زياته ده او په ګرشك ولسوالۍ كې د پنبې د حلاجۍ فابريكه لرو چې له كاره لوېدلې، كه چېرې دا فابريكه بېرته فعاله شي، نو د نارينه وو ترڅنګ به زيات شمېر ښځې هم پكې په كار بوختې شي.))

د فاطمې په وينا، په هلمند ولايت كې د ښځو شورا هم لري، خو د دوى ستونزو ته پاملرنه نه كوي.

نوموړې زياتوي: (( په كابل كې هم په دې نه يم بريالۍ شوې چې د ښځو چارو وزارت يا د سوداګرۍ وزارت له چارواكو سره ووينم، يوازې د افغان ښځو له شبكې سره مې خپلې ستونزې مطرح كړي او هغوى هم د مرستې ژمنه راسره وكړه.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA