ژمي او سړې هوا د کابل اوسېدونکي له راز راز تنفسي ناروغیو او ستونزو سره مخ کړي، خو دغو ستونزو زیاتره هغه کسان له ګرېوانه نیولي چې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
ژمي او سړې هوا د کابل اوسېدونکي له راز راز تنفسي ناروغیو او ستونزو سره مخ کړي، خو دغو ستونزو زیاتره هغه کسان له ګرېوانه نیولي چې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
په ټول هېواد کې ۷۰۰۰۰ بېځایه شوې كورنۍ شته دي چې تر دې دمه يې د ژمي لپاره ډېرې کمې مرستې ترلاسه کړې دي.
له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، له دغو کورنیو سره د مرستو او رامنځته کېدونکو احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره لازم چمتووالى لري.
له لسګونه ډوله رنګه بوجیو، څادرو او زړو ټوکرو نه جوړه خېمه چې د سړې هوا او ورښت په مقابل کې هېڅ راز مقاومت نه لري، خو ورلاندې تر لسو تنو زیات وګړي ژوند کوي او همدا سختې او سړې شپې ورځې زغمي.
دغه كسان وايي، ژمي او سړې هوا د مرګ او ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.
محمد خان چې تر دغه ډول خېمې لاندې ژوند كوي؛ له نيمروز ولايت څخه بېځایه شوی دى.
د هغه په وينا، د سون موادو نه شتون او د ناوړه او غیر معیاري موادو سوځولو په ناروغیو اخته كړي دي.
نوموړى زياتوي، پلاستیک چې سوځوي، نو دوه دقیقې وروسته خلاص شي او دوى پرې نه تودېږي.
محمد خان وايي: ((د دغو شیانو لوګى مو ناروغوي، خو مجبوره یو همدا سوځوو څو له یخه مړه نشو.))
ځینې دغه بېځايه شوي چې له بهر نه بېرته راستانه شوي اوس پښېمانه دي.
جميله چې كونډه ښځه ده او ۶ ماشومان لري له ايران څخه هېواد ته راستنه شوې ده او اوس د اوسېدو هېڅ ځاى نه لري.
هغه وايي: ((موږ دغه دولت ته رایه ورکړه چې ویل يې بېرته خپل هېواد ته راشئ، موږ له ایرانه راغلو، هلته مو ښه ژوند درلود، خو دلته بدبخته شوو، سهار چې راپاڅم ډوډۍ نه وي، پیسې نه لرم او هېڅ مې هم په كور كې نشته.))
يو تنكى ماشوم فيصل چې د خېمې ترڅنګ لمر ته ناست دى، وايي تر خېمې يې د لمر تودوخه زیاته ده.
فيصل زياتوي، وروڼه يې پلاستیکونه راټولوي او د شپې سوځوي.
د هغه په وينا، راټولې شوې وسپنې پلوري او ډوډوۍ پرې اخلي.
ياد ډول خېمې د كابل ښار په هره څنډه كې لیدل کېږي.
خو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، له بېځايه شويو سره د مرستو هوډ او توان لري.
د دې ادارې د پاليسۍ مشر انجنیر صدیق حسني وايي، دوى ۷۰۰۰۰ بېځایه شوي لري چې ۳۰۰۰۰ کورنیو سره به يې یو ځل د ملگرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې(يو اېن اېچ سي آر) له خوا د خوراکي توکو مرسته وشي.
د هغه په وينا، له نور بېځايه شويو كورنيو سره به هم د خوراکي او سون توكو مرسته وشي چې په كې به د كابل بېځايه شوي هم ګډون ولري.
خو د كډوالو چارو وزارت وايي، د ژمي له پیله يې تر دې دمه له دغو کورنيو سره څلور وارې مرسته کړې ده.
د دې وزارت د ویاند اسلام الدین جرئت په وينا، په کابل کې ۸۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ شته چې د ژمي له پیله تر پایه به درې ځلې د دوى له څلور ډوله مرستو څخه برخمن شي.
په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې لسو زرو تنو سره د مرستو تابیا لري.
تر يادو خېمو لاندې اوسېدونكو بېځایه شویو تېر ژمي کې سخت ځاني زيانونه هم وزغمل او یو شمېر ماشومان د سړو، دارو درملو، خوراکي او سون توكو د نه شتون له كبله مړه شول.
دوی ګیله من دي چې سږ کال هم تر دې دمه ورسره د مرستو رنګ خورا پیکه دی او خدای خبر چې روان ژمي کې به څومره نور زيانونه وزغمي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

