د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمې تيراه کې چاودنې ۳ پاكستاني سرتیري وژلي او ۵ نور ټپیان كړي دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چاودنه نن سهار د تیراه په نري بابا سیمه کې را منځته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمې تيراه کې چاودنې ۳ پاكستاني سرتیري وژلي او ۵ نور ټپیان كړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چاودنه نن سهار د تیراه په نري بابا سیمه کې را منځته شوې ده.
پاکستاني رسنیو د پوځي چارواکو د راپور پر بنسټ ویلي، چې د چاودنې له امله د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام د ډلې پوځي مرکز هم په بشپړ ډول له منځه تللی.
تر اوسه د دې پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې او نه يې هم په بشپړ جزیات خپاره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


