ads

داعش وسله والې ډلې په عراق کې ۳ تنه ژوندي سوځولي دي

چارواکي او عيني شاهدان وايي، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې (داعش) د عراق په انبار ولايت کې درېيو تنو ته اور اچولى دى. قربانيان د هغې سيمې اوسېدونکي وو، چې د بغداد د لوېديځ په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده. چارواکي او عيني شاهدان وايي، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې (داعش) […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1393
داعش وسله والې ډلې په عراق کې ۳ تنه ژوندي سوځولي دي

چارواکي او عيني شاهدان وايي، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې (داعش) د عراق په انبار ولايت کې درېيو تنو ته اور اچولى دى. قربانيان د هغې سيمې اوسېدونکي وو، چې د بغداد د لوېديځ په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده.

چارواکي او عيني شاهدان وايي، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې (داعش) د عراق په انبار ولايت کې درېيو تنو ته اور اچولى دى.

قربانيان د هغې سيمې اوسېدونکي وو، چې د بغداد د لوېديځ په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده.

پر دوى شک و، چې د عراق امنيتي ځواکونه يې د دې ډلې له فعاليتونو خبر کړي وو.

ويل كېږي، دغې سخت ډلې پر سوځول شويو كسانو دا تور هم پورې کړى و، چې ګواکې خلک يې له هغو قبايلي ځواكونو سره ملګري کېدو ته هڅول چې د دې ډلې پر وړاندې جنګېږي.

د عراق د انبار ولايت چارواکي وايي؛ په قربانيانو کې يو، د پوليسو پخوانى افسر و او د سيمې اوسېدونکي اړ ايستل شوي وو چې د دغو درېيو کسانو د سوځېدو نندارې ته ورشي.

دغه سوځونې د هغې ويډيو له خپرېدو وروسته کېږي چې په كې د اردن يو اسير شوى پيلوټ په اوسپنيزه  پنجره كې ژوندى سوځول كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA