د غزني اوسېدونكي د دغه ولايت د ملكي روغتون له ډاكټرانو او نرسانو شكايت لري، وايي چې نه یوازې د ناروغانو په درملنه كې بې غوري کوي، بلکې له پایوازانو سره هم ښه چلند نه لري.
د غزني اوسېدونكي د دغه ولايت د ملكي روغتون له ډاكټرانو او نرسانو شكايت لري، وايي چې نه یوازې د ناروغانو په درملنه كې بې غوري کوي، بلکې له پایوازانو سره هم ښه چلند نه لري.
دوى وايي، د غزني په ملكي روغتون كې د شپې لخوا د ډاكټرانو غير حاضري، له ناروغانو سره د نوكريوالانو بې غوري، د درملو نشتوالى، له دولتي روغتون څخه شخصي روغتونونو ته د ناروغانو پارچه كول او په ښځينه څانګه كې له ناروغانو سره د نرسانو ناوړه چلند هغه ستونزې دي چې ځايي خلك يې نور پوزې ته راوستې.
غزني ښار ته له قره باغ ولسوالۍ راغلى نوراحمد وايي، په ملكي روغتون كې چې څوك واسطه ونه لري، ناروغ ته یې ډاکټران پاملرنه نه کوي: (( زما د ورور پښه په يوه ترافيكي پېښه كې ماته شوه، دلته مو راوړ، يوه اوونۍ پروت و، هېڅ درملنه يې چا ونه كړه، بالاخره مجبور شوم، يو شخصي روغتون ته مې يووړ، هلته همدا ډاكټران په رسمي وخت كې له دولتي روغتونه راتلل او په لوړ فيس يې معاينات او عمليات كول.))
نور احمد وايي، شخصي روغتون ته يې د ورور د وړلو مشوره هم د دولتي روغتون يو ډاكټر وركړې وه او ورته ويلي یې وو، هلته به دې د ورور عمليات په څو شيبو كې زه په خپله درخلاص كړم.
د غزني له ښاره لږ وړاندې د قدم كلي اوسېدونكى سميع الله بيا په همدغه ملكي روغتون كې د نسايي- ولادي څانګې له ښځينه نرسانو سر ټكوي او وايي، د دغې څانګې ډاكټرانې ناروغانې په زوره د مرګ خولې ته ور اچوي: (( څه موده مخكې مې د كور يوه ښځينه غړې دې څانګې ته ور وړه، هغوى ويل د زېږون لپاره يې يوه اوونۍ وخت پاتې دى، ځى له دې روغتونه ووځئ، كور ته چې څنګه راورسېدو، څلوېښت دقيقې به لا نه وې پوره چې ماشوم په كور كې وزېږېده.))
دى وايي، د نسايي څانګې نرسانو يې له ناروغ سره خورا بد چلند كړی او د رخصتېدو پرمهال یې ټولې هغه دواګانې ترې ایسارې کړې وې چې ډاکټرانو ورته لیکلې وې:(( ته ولاړ شه د هر ناروغ له پايواز نه پوښتنه وكړه چې دا خلك څه كوي، بس په پايوازانو د درملو ډكې خلطې راوړي او ځانته يې ترې ستنوي، بيا دوى دا اضافي درمل بېرته په درملتونونو پلوري.))
د غزني ملكي روغتون ته د ده يك ولسوالۍ له ابرهيم زيو كلي نه راغلى كريمداد وايي چې په غزني روغتون کې د شپې له مخې نوکریوان ډاکټر په اسانی نه موندل کېږي: (( څو شپې مې له ناروغ سره په روغتون کې وکړې، نو نوكريوالان غايب وي، دوا هم چې درته وليكي؛ د ملكي روغتون په كلينيك كې نه پیدا کېږي، درمل باید له بازاره راوړې.))
خو د غزني ملكي روغتون رئيس ډاكټر بازمحمد همت بیا د خلكو دا شكايتونه ردوي او وايي، كه څه هم په روغتون كې ځينې مهمې طبي څانګې نشته، خو په خبره یې ډاكټرانو د خلكو له خدمته مخ نه دى ګرځولى.
دى وايي، د روغتون ډاكټران ۲۴ ساعته په خپلو دندو حاضر او دوى يوازې د غوږ- ستوني، پوستكي، اورتوپيدي او سترګو ناروغان شخصي روغتونونو ته استوي:(( موږ ډېر كم ناروغان شخصي روغتونونو او كابل ته استوو، دا هم د دې لپاره چې دغه صحي څانګې په روغتون كې نشته، نور نو موږ د هيچا خدمت كې ناغېړي نه ده كړې.))
همت دغه راز د ملكي روغتون په نسايي څانګه كې د ښځينه نرسانو له ناوړه چلنده بې خبري ښيي، خو وايي كله كله د ناروغ پايوازان بېړه كوي چې ناروغ يې ژر ښه شي او همدا چاره يې له ډاكټرانو سره لفظي تكرار ته مجبوروي:(( هو اكثره خلك شته چې وايي ژر كوئ ناروغ مې چې هر څنګه وي راروغ كړئ، خو دا كار زموږ په وس كې نه دى. دوى فكر كوي چې كه ناروغ وځنډېږي، خپل شخصي كارونه به يې خراب شي، بس له ډاكټرانو سره تكرار كوي، كه نه را دې شي هر چا ته چې ډاكټر بده خبره كړې وي، ما دې له ګرېوانه ونيسي.))
د همت په خبره د يو شمېر خلكو هغه ادعاوې هم بې ځايه دي چې وايي د غزني په ملكي روغتون كې ناروغانو ته له دولتي درملتونه درمل نه وركول كېږي. دى وايي، اوسمهال په روغتون كې بستر ناروغانو ته ۹۵ فيصده دوا په خپله د روغتون لخوا برابرېږي او يوازې ۵ فيصده درمل چې له دوى سره نه وي، د ناروغانو پایوازیان یې له باندې درملتونونو راوړي:(( افغاني ټولنه كې چې خلكو ته هر شى مفت وركړې، فكر كوي دا ډېر لږ دى، اوس موږ څه وكړو، خلكو ته خو د دوا پنډونه نه شو تړلى.))
د غزني ملكي روغتون د او، پي، ډي څانګې مسوول شفيق الله هم كليد ته په خپلو خبرو كې د همت دا خبره تاييد كړه چې ناروغان له بهره ډېرو كمو درملو ته اړ كېږي.
دى وايي، اوسمال هر ورځ له ۱۴۰ تر ۲۵۰ پورې نسخې د روغتون له بېلابېلو څانګو ورځي چې ټولو ته درمل په وړيا ډول وېشي: (( موږ ته تمويلوونكې موسسه ۱۶۰ قلمه دوا راكوي، همدا وركولى شو؛ نو چې كله دا نه وي بيا مجبور يو چې كله كله يې درملو پسې له روغتونه بهر واستوو.))
دا په داسې حال كې ده چې دا مهال د غزني ملکي روغتون ته پر غزني سربېره د ميدان وردګو، زابل، دايكندي او پكتيكا ولايتونو هره ورځ ګڼ ناروغان ورمات دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


