ads

كندهار كې کرایې د موټروانانو په خوښه دي

په دې وروستيو كې د تېلو د يو ليټر په بيه كې تر ۲۵ افغانيو كموالى راغلى، خو د كندهار خلك شكايت كوي چې په دغه ولايت كې د ټکسي او نورو مسافروړونکو موټرونو كرايې په خپل حال دي. په دې وروستيو كې د تېلو د يو ليټر په بيه كې تر ۲۵ افغانيو كموالى […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1393

په دې وروستيو كې د تېلو د يو ليټر په بيه كې تر ۲۵ افغانيو كموالى راغلى، خو د كندهار خلك شكايت كوي چې په دغه ولايت كې د ټکسي او نورو مسافروړونکو موټرونو كرايې په خپل حال دي.

په دې وروستيو كې د تېلو د يو ليټر په بيه كې تر ۲۵ افغانيو كموالى راغلى، خو د كندهار خلك شكايت كوي چې په دغه ولايت كې د ټکسي او نورو مسافروړونکو موټرونو كرايې په خپل حال دي.
د كندهار اوسېدونكي وايي، له كابو يوې مياشتې راهيسې په دې هيله دي چې د ټكسي او نورو موټرونو په كرايه كې به د تېلو په ارزانۍ كمى راشي، خو موټر چلوونکي د تیلو د زوړ نرخ له مخې کرایه ماتوي او د كرايو د كنټرول اړونده ادارې يې تماشا كوي.
۲۵ كلن جاويد عابد د کندهار ښار په زړه كې اوسي، دى وايي پخوا چې يو ليټر تېل له ۶۰ تر ۶۵ افغانيو وو، نو د ټكسي موترو كرايه ۲۰ افغانۍ وه، خو اوس چې د تیلو د یو ليټر بيه ۴۰ افغانيو ته رالوېدلې؛ بیا هم کرایې بدلون نه دی موندلی:(( بس لانجې به درسره كوي چې اوس هم سراسر په تاوان كې يو، نه شو كولى چې كرايې راښكته كړو، ټرانسپورټ رياست او امنيه قومنداني بايد هڅه وكړي چې په ښار کې په موټر چلوونکو كرايې راښكته كړي.))
خو د كندهار ښار د ټكسي موټرو چلوونكي بيا وايي، دا سمه ده چې د تېلو بيې راښكته شوي، مګر د موټرو د پروزو بيې اوس هم له اسمان سره خبرې كوي او د دوى په لګښتونو كې يې د ذرې هومره كموالى نه دى راوستى.
۴۰ كلن ټكسي چلوونکی نورشاه اغا همدا خبره كوي او وايي، دا مهال د تېلو بيې دومره كمې نه دي چې په دايمي توګه دې راښكته شوې وي:(( ورور جانه دلته هر شى نن ارزانه او سبا بيا په قيمته بيه وي، موږ به نو څرنګه كرايې كمې كړو چې د تېلو بيې هم په يو حال نه وي او د موټرو يوه كوچنۍ پرزه هم خلك له ۵۰۰ افغانيو كمه نه راكوي.))
يو بل ټيكسي چلوونکی محمدنصير هم وايي چې كه د تېلو بيې برقراره پاتې شي او ورسره جوخت د موټرو د پرزو نرخونه راولوېږي کرایې راکمولی شي:(( بيا نو كه موږ خپلې كرايې تر نيمايي هم راښكته كړو، باك به يې نه وي ځكه موږ به خپله حلاله روزي ترې ايستلې وي، اوس خو موږ كله كله له جيبه هم باقي شو.))
د کندهار د ټرانسپورټ رئيس نجيب الله احمدي بیا وايي چې د تېلو د بيو په راښكته كېدو يې د ټولو ټرانسپورټي او مسافراتي وسايطو لپاره د كرايو پر نوې نرخنامه كار پيل كړى او د تطبيق چارې به يې ډېرې ژر پيل شي:(( موږ يوې كمېټې ته دنده سپارلې چې كرايې معلومې او د تېلو د بيو په تناسب په كې تخفيف وضعه كړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA