د خوست ښار شمال ختیزې څنډې په کاروان سرای سيمې كې ۴ كيلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه سړک له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ویجاړ شوی و.
د خوست ښار شمال ختیزې څنډې په کاروان سرای سيمې كې ۴ كيلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ویجاړ شوی و.
د خوست والي عبدالجبار نعیمې د یاد سړک د پرانیستې پرمهال وویل، له دغه سړک سره د څلورو ولسوالیو او درېیو ادارې واحدونو لارې یوځای شوي دي، نو ځکه یې اهمیت ډېر دی.
نوموړي زياته كړه، دغه سړك څلور کلیومتره اوږدوالى او ۱۳ متره پلنوالی لري، چې دواړو خواو ته لختي، ګلدان او يو شمېر برخو كې استنادي ديوالونه هم لري.
د نوموړي په وينا، دغه سړک د فواید عامې وزارت په مالي مرسته د شاوخوا ۷۴ میلیونه افغانيو په لګښت جوړ شو.
که څه هم د یاد سړک په جوړېدو سره د سیمې خلک خوشاله دي، خو وایي، چې د همدې لارې په اوږدو کې د امریکایې ځواکونو اډه پرته ده، چې دوی ډېرى وخت سړک بندوي او یا د تلاشیو پرمهال دوى په ساعتونو ساعتونو ځنډېږي.
د خوست والي وایي، په دغه سړک ډېره ګڼه ګوڼه ده، نو د همدې ستونزې د هوارۍ لپاره په یوه پلان کار کوي او غواړي، چې د همدې لارې سره خوا کې یو بل سړک هم جوړ کړې ترڅو خلکو ته اسنتیاوې برابرې شې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


