ads

جان كمپبل له راحيل شريف سره د ډيورنډ كرښې په اوږدو کې پر امنيت خبرې وکړې

په افغانستان کې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان جنران جان كمپبل تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې. په افغانستان کې د ناټو او امريكايي ځواكونو […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1393
جان كمپبل له راحيل شريف سره د ډيورنډ كرښې په اوږدو کې پر امنيت خبرې وکړې

په افغانستان کې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قوماندان جنران جان كمپبل تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې وويل، جان کمپبل د پاکستان د پوځ په مرکزي اډه کې له راحيل شريف سره په کتنه کې پر دوه اړخيزو او سيمه ييزو مسئلو او په ځانګړي ډول د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې د دغو چارواكو خبرې د دواړو خواوو د منظمو کتنو يوه برخه ده ښودل شوې.
د يادونې وړ ده، چې د پېښور پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د پاکستاني، افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ تماسونه زيات شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA