ads

امريكا په مصر کې د ۱۸۳ تنو د اعدام پرېكړه ناعادلانه بللې

د امريکا متحدو ايالتونو په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د ۱۸۳ غړو د اعدام پرېکړه ناعادلانه بللې او له قاهرې يې د ډله ييزې محاکمې د درولو غوښتنه کړې ده. د امريکا متحدو ايالتونو په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د ۱۸۳ غړو د اعدام پرېکړه ناعادلانه بللې او له قاهرې يې […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1393
امريكا په مصر کې د ۱۸۳ تنو د اعدام پرېكړه ناعادلانه بللې

د امريکا متحدو ايالتونو په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د ۱۸۳ غړو د اعدام پرېکړه ناعادلانه بللې او له قاهرې يې د ډله ييزې محاکمې د درولو غوښتنه کړې ده.

د امريکا متحدو ايالتونو په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند د ۱۸۳ غړو د اعدام پرېکړه ناعادلانه بللې او له قاهرې يې د ډله ييزې محاکمې د درولو غوښتنه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مصري حکومته غوښتي، چې د هر مصري تورن وګړي د جلا محاکمې په لړ کې دې يوه عادلانه محاکمه جوړه او عادلانه پرېکړه وشي، او د ډله ييزو محاکمو مخه دې ونيول شي.
بلخوا اروپايي ټولنې په يوه اعلاميه کې د مصري تورنو کسانو د ډله ييزې محاکمې او اعدام پرېکړه غندلې او دا يې د بشري حقونو د سرغړونې ښکاره بېلګه بللې ده.
دغې ټولنې له مصري قضايي چارواکو غوښتي، چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
همدارنګه د بښنې نړيوال سازمان ويلي، په يادې پرېکړې سره ښکاري، چې د مصر چارواکي له نړيوال او خپل کورني قانون څخه ښکاره سرغړونه کوي.
د مصر جيزې جنايي محکمې پرون په هغه تاوتريخوالي کې په لاس لرلو ۱۸۳ تورن كسان په اعدام محكوم كړل، چې په ۲۰۱۳ كال كې ۱۱ پوليس پکې ووژل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA