د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې، چې اوسمهال په نړيوال جام کې د ګډون په هدف په اسـټراليا ده، هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي. د افغانستان د كركټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي نن كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبـډلې د څلورو بهرنيو روزونکو په موجوديت كې خپل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې، چې اوسمهال په نړيوال جام کې د ګډون په هدف په اسـټراليا ده، هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د افغانستان د كركټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي نن كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبـډلې د څلورو بهرنيو روزونکو په موجوديت كې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د هغه په وينا، افغان لوبډله به د فبرورۍ په څلورمه او شپږمه له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې هم وكړي.
ټاکل شوې ده، چې د کرکټ د نړيوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸مه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


