ads

اوکراين کې ماين چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اوکرايني چارواکو اعلان کړى، چې د هېواد په ختيځ کې يې د چاودنې له كبله شپږ تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي. د فارس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ،  يو کال وړاندې چې د اوکراين پخوانى ولسمشر ويکتور يانو کوويچ د خلکو د سترو اعتراضونو په پايله کې له دندې اوکرايني چارواکو […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1393
اوکراين کې ماين چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اوکرايني چارواکو اعلان کړى، چې د هېواد په ختيځ کې يې د چاودنې له كبله شپږ تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي. د فارس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ،  يو کال وړاندې چې د اوکراين پخوانى ولسمشر ويکتور يانو کوويچ د خلکو د سترو اعتراضونو په پايله کې له دندې

اوکرايني چارواکو اعلان کړى، چې د هېواد په ختيځ کې يې د چاودنې له كبله شپږ تنه وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

د فارس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ،  يو کال وړاندې چې د اوکراين پخوانى ولسمشر ويکتور يانو کوويچ د خلکو د سترو اعتراضونو په پايله کې له دندې ګوښه او روسيې ته وتښتېده د اوکراين په ختيځو سيمو کې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

اوسمهال، چې د پيترو پوروشينکو په مشرۍ په اوکراين کې نوى حکومت مينځته راغلى، نه دى توانېدلى، چې د اوکراين په ختيځ او جنوب لوهانسک او دونڅسک، چې ډېرى وګړي يې روسي ژبې دي ارامي راوړي.

د دونڅک او لوهانسک سيمې خلک د کريميا په څېر خپلواکي او يا له روسيې سره د يو ځاى کېدو غوښتنه کوي، چې له كبله يې ډېر کله د اوکرايني ځواکونو او روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترمينځ سختې نښتې هم شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA