راپورونه ښيي چې په وروستیو څو کلونو کې د فقر، بېكارۍ او د افغانستان د اندېښنې وړ اقتصادي وضعیت له كبله ناامني زیاته او په ځینو کلیوالو سیمو کې یو شمېر اطرافي زلمیانو یا د دولت د وسله والو مخالفانو لیکو ته لاره کړې او یا په نشه يي توکو روږدې شوي دي.
راپورونه ښيي چې په وروستیو څو کلونو کې د فقر، بېكارۍ او د افغانستان د اندېښنې وړ اقتصادي وضعیت له كبله ناامني زیاته او په ځینو کلیوالو سیمو کې یو شمېر اطرافي زلمیانو یا د دولت د وسله والو مخالفانو لیکو ته لاره کړې او یا په نشه يي توکو روږدې شوي دي.
په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د کاري ځواک د اته ملیونه شمېرې له جملې شاوخوا ۴ ملیونه بې روزګاره دي چې اکثریت یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.
د منتقدینو او ځینو تحقیقاتي ادارو د ارزونو پر بنسټ د افغانستان د کلیوالي او لرې پرتو سیمو ځوانان د ښاریانو په نسبت د طالبانو له زیات خطر سره مخ او یو شمېر یې د بې وزلۍ او فقر له کبله دې ته غاړه ږدي چې طالبانو او یا نورو وسله والو ډلو ته واوړي او د ټوپک په شپېلۍ پیسې وګټي.
د دغو منتقدینو او تحقیقي ادارو د معلوماتو پر بنیاد یو له هغو عواملو چې د خلکو په تېره بیا د ځوانانو پر وړاندې کارموندنه یې سخته کړې او دوی یې مجبور کړي چې د کارکولو په هدف خارج ته ولاړ شي یا په کور دننه ناوړه کارونو ته لاس واچوي په افغانستان کې روانه دوامداره جګړه ده. ځکه د جګړې غځېدو په عمومي کچه د افغانانو اقتصاد خورا ټېټې کچه ته راغورځولی او ځوانان یې اړ کړي چې له بېلابېلو لارو د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.
د ګالوپ په نوم نړیواله څېړنیزه اداره خو بیا د افغانستان اقتصادي وضعیت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خورا خراب ارزوي او په خپل راپور کې کاږي چې د ټاكنيزو لانجو په دوام د طالبانو پرله پسې بريدونو وضعيت لا ترينګلى كړی دی. ګالوپ وايي، تېر كال ناامنيو په افغانستان كې مېشت پانګه وال د خپلې راتلونكې په اړه په تشويش كې واچول، كارونه په ټپه ودرېدل، بېكاري زياته شوه او همدا مسايل د دې سبب شول چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۴ میلادي کال كې تر ټولو سخت او درانه ګوزارونه وخوري.
ګالوپ همداراز په خپلو څېړنو كې وايي، د افغانستان د كليوالي سيمو خلك چې د ټول هېواد د نفوس درې پر څلورمه يا ۶۳ فيصده برخه تشكيلوي، دا مهال له خورا سخت ژوند سره مخامخ دي:(( داسې نه ده چې په لويو ښارونو كې ژوند جوړ او ښه روان دى، بلكې د هغه ځاى د خلكو ستونزې ۴۹ سلنه سخت پړاو ته رسېدلي دي.))
د دغې موسسې د استدلال له مخې اوسمهال يوازې طالبان د افغان حكومت لپاره ګواښ نه دي، بلكې له بحران سره مخ اقتصادي وضعيت هم د افغان حكومت او خلکو لپاره تر دې وروسته سخت سرخوږى راپورته كولى شي.
ګالوپ د شاوخوا ۱۰۰۰ تنه هغو افغانانو سره مرکې کړې چې په ۲۰۱۴ كال كې يې د امنيتي مسووليتونو د انتقال، انتخاباتو او د ناامنيو له كبله د مخ په ځوړ اقتصاد له كبله سرخوږى او ستونزې زیاتې وې.
په هغه جدول کې چې ګالوپ موسسې خپور کړی، په تېر كال كې د افغانستان اقتصادي وده ايله ۶ فيصده وه، په ۲۰۰۹ كال كې د افغانستان اقتصادي وده ۳۶ فيصده، په ۲۰۱۰ كې ۳۵ فيصده، په ۲۰۱۱ كې ۳۳ فيصده، په ۲۰۱۲ كې ۱۵ فيصده او په ۲۰۱۳ كې دا كچه ۱۰ فيصده وه.
بلخوا نړيوال بانك هم د افغانستان په اړه اندېښمن دى او وايي، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۲ میلادي کاله پورې د كال په حساب د هر افغان عوايد ۹ فيصده لوړ شوي وو، خو له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې دا كيسه برعكس د افغانانو د كورني عايد په زيان راوڅرخېده. د احصائیې د مرکزي ادارې ارقام ښي چې د تېر په نسبت د فقر کچه په سلو کې ۵ فیصده نوره زیاته شوې ده. له پانګونې د ملاتړ اداره( ایسا) بیا وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د انتخاباتو د اوږدېدو له کبله، پانګوالو ۲۲ ملیارده افغانۍ د هېواد له پانکونو ایستلې چې دې هم په غیر مستقیمه توګه د ځوانانو پر بې وزلۍ اغېزه کړې ده.
د کار په اړه بې اعتمادي
ګالوپ موسسې ته د پوښتل شويو افغانانو په ډله كې ۱۹ فيصده ځوانانو شكايت كړى چې له يوې اوږدې مودې راهيسې د كار په لټه كې دي، خو هېڅ داسې څركونه نه ويني چې له مخې يې دوى د كار په اړه ډاډ ومومي. د موسسې د څېړنو له مخې د افغانانو كورنى اقتصادي وضعيت له ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته د سختې اندېښنې وړ حالت ته راښكته شوى، خو تېر حكومت په خپل وخت دا ستونزه اواره نه كړاى شوه او اوس شايد نوى حكومت هم د دې چلنج پر وړاندې له سختو ستونزو سره مخ پاتې شي.
د ملګرو ملتونو خیریه صندوق د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر مياشتې په يو راپور كې بیا ویلي وو چې تر راتلونكو پنځو كلونو به ۴ مليونه او تر راتلونكو ۴۰ كلونو به د افغانستان د حكومت لپاره ۳۰ مليونه د كار په شرايطو برابر ځوانان داسې ستر سر خوږى وي چې د ژوند د بقا لپاره به ترې كار غواړي.
د دغې ارزونې له مخې اوسمهال په ځوانانو كې د باسوادۍ كچه ۶۲ فيصده او په نجونو كې ۳۲ فيصده ده، خو دواړه ډلې د كار د نه پيدا كېدو او خراب اقتصادي وضعيت له كبله په ستونزه كې ښکېلې دي. دم ګړۍ ویل کېږي چې د افغانستان د نفوس ۶۰ په سلو کې هغه ځوانان جوړوي چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کښته دي.
وسله والې لیکې
دا ارزونې په داسې حال کې دي چې لږه موده مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين تيمورشاه اسحاق زي ویلي وو چې یو شمېر ځوانان د بې روزګارۍ او فقر له امله یا د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته پناه وړي، یا خارج ته سفرونه کوي او یا هم په نشه يي توکو اخته کېږي.
د نوموړي د استدلال له مخې تېر ۲۰۱۴ میلادي کال د بې روزګارۍ له اړخه د ځوانانو لپاره تر ټولو بد کال او پر ځوانې طبقې یې خورا ناوړه اغېرې ښندلې دي. د اسحاق زي د ارزونې له مخې د ځوانانو يوه لويه برخه د كار د پيدا كولو په لټه بالاخره مجبورېږي چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي:(( موږ ته چې معلومات رارسېدلي؛ زیات شمېر ځوانان يا په قاچاقي لارو له افغانستانه بهر وتلي، يا يې د څو پيسو د پيدا كولو په خاطر وسله والو سره لاس يو كړى او یا يو شمېر يې بيا په مخدره توكو روږدي شوي دي.))
اسحاق زی د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځوانانو رول له اهمیته ډک بولي او ټینګار کوي که چېرې حکومت د سولې پروسې د بریالۍ پرمخ بیولو په لټه کې وي، باید ځوانانو ته فرصت ورکړي او د فرصتونو د رامنځته کولو په هدف زیاته پانګونه وکړي:((هغه شمېر ځوانان چې د دولت د وسله والو مخالفانو صفونو ته ځي، یا په نشه يي توکو روږدې کېږي او یا ناقانونه مهاجرتونه کوي، زموږ سره سل زره تنه اټکل شوي. بیکاري سبب شوې چې دا ځوانان تر اغېز لاندې راشي، د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري یې ماغزه وینځل کېږي، بالاخره زموږ ځوانان قرباني کېږي، دغو ځوانانو ته نه پاملرنه سبب شوې چې هېواد د بې ثباتۍ او بدبختۍ په لوري ولاړ شي، دغه راز یو شمېر افغان زلمیان د پولیسو په صفونو کې هم وژل کېږي.))
مبصرین وايي، که حکومت د ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې پانګونه وکړي، ممکن چې هېواد د سولې پر لور رهي شي. د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالرحمن درد په همدې عقیده دی. نوموړی د اسحاق زي د خبرو په تایید وايي چې یو شمېر افغان ځوانان د مخ پر زياتېدونكې بېكارۍ له کبله په ناوړه کارونو لاس پورې کوي:(( كه په ښارونو كې صنعت ته وده وركړل شي او د كليو ځوانان په ښار كې په كارونو بوخت شي، وضعيت په خپله ارامه دى، هر څه له لوږې او فقر نه كېږي خلك په تېره بیا ځوانان باید قانع شي چې په خپل هېواد كې ډوډۍ پيدا كولى شي.))
د استاد درد په خبره د اوسنۍ ناامنۍ يو عمده عامل دا هم دى چې افغان حكومت تر ننه په پردیو مرستو تکیه کړې او هغه اساسي پروژې چې د ځوانانو جلب او جذب ته زمینه برابروي نه دي پلي شوې: ((بېكاري اوج ته ورسېده چې له كبله يې په اتومات ډول د مخالفينو بشري قوه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.))
د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي بې روزګاري سبب شوې چې ځوانان له حکومت واټن واخلي او له طالبانو سره یو ځای شي. د نوموړي په خبره که چېرې حکومت د ځوانانو ستونزو ته توجه ونه کړي او د اطرافي سیمو ځوانان په کار ونه ګماري، ښايي دا پروسه نوره هم ګړندۍ شي.
د کابل ښار اوسېدونکی ۱۹کلن مطیع الله په دې اړه وايي:(( تېر کال په کانکور کې بې نتیجې پاتې شوم، دا دی تراوسه وزګار یم، تر کومه به زه د پلار او د کورنۍ د اوږ باور وم، موږ ته باید یا د لوړو زده کړو زمینه مساعده شي یا دې کار راته پیدا شي.))
د زلمیانو پر بې روزګارۍ سربېره د افغانستان د بشري قوې يوه لويه كتله دا مهال د بې سوادۍ ژوند كوي. د ښوونې او روزنې وزارت ارزونې ښيي چې له ۳ اعشاري يو مليون زيات افغان ماشومان له ښوونځي محروم دي. له دې شمېر شاوخوا دوه نيم مليونه يې چې تنكي زلمیان دي او شونډې یې تورې شوي، شاقه او درنو كارونو ته اړ كېږي. شرافت الله د کابل ښار اوسېدونکی یو له همدغو تنکیو زلمیانو څخه دی، هغه وايي:(( شاوخوا ۱۶ کلن یم، مکتب نشم ویلی، په هوټل کې شاګردي کوم، مجبور یم د شپې ناوخته کور ته ولاړ شم، که نه نو ډوډۍ او اوبه نه رارسېږي.))
منابع
د کلید اوونیزې د ۲۰۱۴ میلادي کال ارشیف
کلید ویب پاڼه http://www.tkg.af/
ازادي راډیو/ http://www.azadiradio.org/
پژواک خبري اژانس/ http://www.pajhwok.com/
وخت خبري اژانس/ http://www.wakht.com/
بي بي سي /http://www.bbc.co.uk/pashto/
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


