داعش ډلې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې ظاهراً د برمته شوي جاپاني کينجي ګوتو سر پکې غوڅوي. ګوتو درې مياشتې مخکې په اکتوبر مياشت کې په سوريه کې نيول شوى و.
داعش ډلې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې ظاهراً د برمته شوي جاپاني کينجي ګوتو سر پکې غوڅوي.
ګوتو درې مياشتې مخکې په اکتوبر مياشت کې په سوريه کې نيول شوى و.
د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د ويډيو د خپرېدو په غبرګون کې د خپلې کابينې يوه بېړنۍ غونډه وربللې او خبريالانو ته يې ويلي، چې جاپان به له نړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه د دغې وژنې عاملينو ته سزا ورکړي.
د هغه په وينا، ترهګرۍ ته به تسليم نه شي.
بل خوا د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دغه جاپاني وژنه يو ناوړه عمل بللى او د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون هم د دغې وېډيو په اړه ويلي، چې داعش شيطاني کارونه کوي.
د جاپاني ازاد خبريال کينجي ګوتو د سر غوڅولو ويډيو څو ورځې وروسته تر هغې خپره شوې، چې داعش ډلې د يوه بل جاپاني هارونا يوکاوا د سر غوڅولو ويډيو هم خپره کړې وه.
يادې ډلې د دغو دوو جاپانيانو د خوشې کولو په بدل كې د ۲۰۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


