د پاکستان د سند ايالت د شيعه ګانو په يوه جومات كې بمي چاودنې ۵۷ تنه وژلي او لږ تر لږه ۵۹ نور ټپيان كړي دي. دا پېښه پرون د شکارپور امام بارګاه سيمې د شيعه ګانو په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
د پاکستان د سند ايالت د شيعه ګانو په يوه جومات كې بمي چاودنې ۵۷ تنه وژلي او لږ تر لږه ۵۹ نور ټپيان كړي دي.
دا پېښه پرون د شکارپور امام بارګاه سيمې د شيعه ګانو په يوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
دغه سيمه د کراچۍ ښار په ۴۷۰ کيلو مټرۍ کې پرته ده.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دغه بريد په غندلو سره د بريد په اړه د بېړنيو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
د امام بارګاه مولا علي په نوم دغه جومات په دوو پوړو کې جوړ شوى، چې د جمعې د لمانځه پرمهال ګڼ خلک په كې موجود وو.
د دې پېښې مسووليت د جندالله په نوم د پاکستاني وسله والو طالبانو يوې پخوانۍ ډلې، چې څه موده مخکې يې له داعش ډلې ملاتړ اعلان کړى؛ پرغاړه اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


