د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۵ كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د ګډون په هدف اسټراليا ته لاړه. د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به د نړيوال جام له سياليو مخكې د هند، متحده عربي اماراتو او دوو ځايي
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۵ كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د ګډون په هدف اسټراليا ته لاړه.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبډله به د نړيوال جام له سياليو مخكې د هند، متحده عربي اماراتو او دوو ځايي لوبډلو سره څلور تمريني لوبې ترسره كړي.
د هغه په وينا، افغان لوبډله به د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د راتلونكې فبرورۍ مياشتې په اتلسمه نېټه د بنګله دېش په وړاندې ترسره كړي.
د يادونې وړ ده، چې د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسټراليا او نيوزيلنډ کې پيل شي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې څو ورځې وړاندې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف په متحده عربي اماراتو كې د ايرلنډ او سكاټلنډ له لوبډلو سره څلور يو ورځنۍ لوبې ترسره كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

