ads

افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړىوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ

د کرکټ د نړيوالې شورا (آي سي سي) د نوې طرحې پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۱۹ کال د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ. د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلينډ ته د ايف ټي پي يا په راتلونکې کې د لوبيزو سفرونو د پروګرام دريځ ورکړ. […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1393
افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړىوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ

د کرکټ د نړيوالې شورا (آي سي سي) د نوې طرحې پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۱۹ کال د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ. د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلينډ ته د ايف ټي پي يا په راتلونکې کې د لوبيزو سفرونو د پروګرام دريځ ورکړ.

د کرکټ د نړيوالې شورا (آي سي سي) د نوې طرحې پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۱۹ کال د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام کې نېغ په نېغه د لوبېدو چانس ترلاسه کړ.
د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلينډ ته د ايف ټي پي يا په راتلونکې کې د لوبيزو سفرونو د پروګرام دريځ ورکړ.
د يادې شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د لوبيزو سفرونو د پروګرام له مخې به افغانستان تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ډېرې زياتې يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ولري.
که افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ كال تر نړيوال جام مخکې په نړيواله درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ، نو نېغ په نېغه به لاره پيدا کوي او كه چېرې اتم مقام خپل نه كړ، نو نهم، لسم، يوولسم او دولسم مقام لرونکي هېوادونه به خپلو کې لوبې کوي او دوه لوبډلې به ترې نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
همدارنګه به افغانستان تر دې وروسته نړيوال جام ته د لار موندنې لپاره د ورلډ کرکټ ليګ لوبې نه کوي او د انټرکانټينينټال کپ يوازې څلور ورځنۍ لوبې به ترسره کوي.
د کرکټ د نړيوالې شورا د پرېكړې له مخې افغانستان کولی شي له بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو سره د نړيوالو لوبو لپاره څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA